Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لویه جرګه: پاتې۴۰۰ طالب بندیان دې په مشروط ډول خوشې شي

admin by admin
2020/08/08

د مصالحې عالي شورا له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د لویې جرګې ګډونوالو پرېکړه کړې ده چې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان دي خوشې کړل شي.

(اعلامیه کې راغلي چې هغه مشورې او وړاندیزونه چې د سولې مشورتي لویې جرګې غړو له لورې مطرح شوي، په لاندې ډول دي.

((ـ باعزته او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره پکار ده، چې ټولې خوا وې انعطاف وکړي.

ـ پاتې ۴۰۰ طالبن بندیان دې خوشې شي، ترڅو د سولې لپاره هیڅ بهانه پاتې نشي.

ـ د طالب بندیانو د خوشې کېدو په صورت کې دې پرته له قېد او شرط څخه اوربند وشي او دواړه خوا وې دې ورته ژمنې پاتې شي.

ـ د سولې خبرې دې څومره چې ژر کیږي پیل شي.

ـ د سولې یو داسې مرکچې پلاوی دې وټاکل شي، چې ټول شموله وي او د تېرو ۱۹ کالو ارزښتونو څخه دفاع وکولی شي.

ـ د افغانانو په مشرۍ دې د سولې خبرو پیل لپاره افغانستان ته لومړیتوب ورکړل شي.

ـ د افغانستان په قضیه کې ښکیلې غاړې دې د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او جګړې ته دې لمن نه وهي.

ـ بندیان دې د ملي او نړیوال ضمانت په صورت کې خوشې کړای شي، ترڅو بیا د وسله والو په لیکو کې فعالیت ونکړي.

ـ نړیواله ټولنه دې د سولې خبرو له پیل او په هېواد کې د دایمي سولې راوستلو په برخه کې ضمانت وکړي.

ـ د امنیتي ځواکونو هغه بندیان چې د حکومت په زندانونو کې دي د ملي روحیې د پیاوړي کولو لپاره دې خوشې شي.

ـ د سولې په خبرو کې دې د تېرو ۱۹ کالونو له لاسته راوړنو او جمهوریت څخه په کلکه دفاع وشي.

ـ د اساسي قانون او په ځانګړي ډول د اساسي قانون د دویم فصل څخه چې ولسواکي ده په کلکه دفاع.

ـ د افغانستان د خلکو له حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو څخه دفاع.

ـ د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ خوندي کول.

– د سولې په خبرو کې پرمختګونه د ولس سره باید پر وخت شریک شي.

– حکومت دې د جګړې د قربانیانو رضایت ترلاسه کړي.

ـ د سولې په خبرو کې د ټولنې د ټولو قشرونو د غړو شاملول په ځانګړي ډول د میرمنو او هم باید مرکچي پلاوی د خبرو کولو توانمندي ولري.

ـ د سولې هوکړه دې د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د قدرتونو او د سیمې هېوادونو تر نظارت لاندې وشي.))

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د جرګې ګډونوالو ویلي چې دوی په هېواد کې د تلپاتې او باعزتې سولې د راتګ لپاره پداسې حال کې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره هوکړه کوي، چې نړیواله ټولنه یې ضمانت وکړي.

د جرګې ګډونوالو همدا راز ویلي چې د طالب بندیانو خوشې کېدل پدې معنا ندي، چې د دوي جرمونه به بخښل کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist