Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لویدیځ هېوادونه د طالبانو کابینې او راتلونکي حکومت ته خوشبینه نه دي

admin by admin
2021/09/09

امریکا متحده ایالت او اروپا یو شمېر هېوادونو ټینګار کړی چې د طالبانو راتلونکو کړنو ته په تمه دي، چې  څومره کولای شي له نړیوالو اصولو سره سم چلن وکړي.

 د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مسووله جین ساکي وايي، کابل کې هرڅه لنډمهالي دي او همدا لامل دی چې نړیوال په ډاډه زړه خپل دریځ نه شي څرګنډ کولای.

ساکي  زیاتوي: «تر هرڅه لومړی باید دا ووایم چې زموږ ادارې، ولسمشر، او په امنیت شورا کې هیچا تر اوسه پورې د طالبانو په اړه څرګنده پریکړه نه ده کړې. موږ دا هم نه وایو چې طالبان د باور، ارزښت او احترام وړ دي. تر اوسه پورې خبره دا ده چې د هغوی کابینه لنډمهاله ده. موږ هم تر اوسه پورې  دا اداره په رسمیت نده پیژندلې.»

د جرمني په ګډون د اروپايي ټولنې یو شمیر هیوادونه بیا وايي، په کومه بڼه چې په افغانستان کې حکومت جوړیږي، هلته هېڅ خوشبیني نه لیدل کېږي.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د طالبانو له خوا اعلان شوې کابینه نېمګړې، د یوې ډلې لخوا د واک انحصار او لنډمالې بللې او ټينګار یې کړی، چې په دغه کابینه کې باید د ټولنې د ټولو برخو وګړي موجود وي.

ماس ‎زیاتوي: «هغه خبرونه،چې پرون ورځ تر موږ را ورسیدل، د افغانستان په تړاو خوشبین کوونکي نه دي. دا نوی حکومت،چې جوړ شوی دی، په دې کې نورې ډلې او د نورو برخو وګړي باید وای. نړیوالې همکارۍ او د هېواد باثباتي د یوه جامع حکومت پورې تړلې ده.»

ماس زیاته کړه، اوس هم له طالبانو سره په خبرو کې دي، چې د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په خپلو تازه خبرو کې د طالبانو د نوي حکومت په تړاو پریکړه د طالبانو چلن ته مشروطه کړه.

خو د ازبکستان په ګډون چین هم هغه هېواد دی، چې د طالبانو د نوي حکومت ملاتړ کوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبین وايي: «په فغانستان کې د چین سفارت په نورمال ډول خپل کار ته دوام ورکوي. موږ چمتو یو،چې د طالبانو له حکومت سره اوږه په اوږه ودریږي او دغه اړیکې وساتو. موږ دا هېله لرو چې هلته یوه ښه حکومتولي رامنځ ته شي. موږ له هغوی سره خپلو اړیکو ته هم دوام ورکوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د طالبانو حکومت له اعلان وروسته په مکرر ډول د افغانستان په تړاو ځانګړې ناستې کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist