Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري راستنېدلو بله څپه پیل شوه

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري راستنېدلو بله څپه پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/28

د پاکستان له خوا افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل نږدې کېدو سره له دې هېواده د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنیږي.

راستانه شوي هېواد وال وايي، هلته ترې د کور توکي او وسایل ایسار شوي دي.
له پاکستانه راستون شوی سراج الدین وايي: « کاروبارونه همداسې پاتې دي، د چا کاډي هغه خواته ولاړ دي، د چا د کور غړي او د چا هم د کور سامان پاتې دی. باید دواړه ملکونه سره کېني او دا خبره وکړي چې کډوال په عزت سره راواړوي. هغه کسان ډېر زلیله کېږي چې دیخوا را روان دي.»

له پاکستانه راستون شوی اورنګزېب وايي: « د وتلو لپاره یې لږ وخت ورکړی و، له چا سامانونه پاتې شول او له چا هم کورونه. دوی کډوال لاس تړلي ونیول، تاڼو ته یې واچول، په داسې حال کې چې هرڅه یې هلته پاتې دي.»

راستانه شوي خپل هېواد ته په راتګ خوښ دي او په خبره یې د ارامۍ احساس کوي.

 دوی ټینګار کوي چې حکومت دې په کور دننه ورته کاري زمینې برابرې کړي.

له پاکستانه راستون شوی ګل ولي وايي: « وطن ته په راتګ ښه خوشاله یو، دلته هم هرڅه انتظام برابر دی او پوره کمک سره کېږي.»

له پاکستان راستون شوی شهاب الدین وايي: « له حکومت دا هیله لرو چې موږ په خیر سره تر خپلو مېنو ورسوي. اوس مهال موږ سره هېڅ هم نشته، غواړو لږ ځمکې راکړي.»

تورخم کې د کډوالو عمري کمپ مسوولین وايي، دوی د کډوالو راتګ ته پوره چمتو والی لري او د کډوالو د موقتي مېشتېدنې او د هغوی د سمبالښت په موخه یې بېلابېلې کمېټې فعالیت کوي.

د کډوالو عمري کمپ مسوول هاشم میوند وال وايي: « چمتوالی ورته نیول شوی، له ۱۴ تر ۱۵ سوو نوې خېمې ورته درول شوې دي. کوم مهاجر چې راځي، تر ثبت او راجسټر وروسته وځي خپلو مېنو ته ځي. د مشرانو له خوا هدایت شوی او ډاډ راکړل شوی، که اړتیا شي، نورې خېمې هم را استوي.»

د کمپ مسوولین له نړیوالو مرستندویه ادارو او خیریه موسسو هم غوښتنه کوي چې د دې څپې په ښه مدیریت کې ورسره همکاري وکړي او له کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هاشم میوند وال په دې اړه وايي: « له دې وروسته د مهاجرو راتګ زیاتېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې خپلې مرستې زیاتې کړي، نور ډونران را جذب کړي، ترڅو د مرستو په برخه کې تشه رامنځته نه شي.»

د مسوولینو د مالوماتو پر اساس، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ۳ زره ۵۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې او د مرستو له ترلاسه کولو او اسنادو پروسېس وروسته، خپلو سیمو ته انتقال شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist