Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال هېواد کې د کار او زده کړو غوښتنه کوي

له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال هېواد کې د کار او زده کړو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/16

له پاکستانه د افغانانو د را ایستلو دویمې څپي له امله تر اوسه هېواد ته اته زره کورنۍ را ستنې شوې دي.
په تورخم کې د عمري  پنډ غالي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي برخې د مسولانو په خبره، یادې کورنۍ چې۴۰ زره تنه کېږي، خپل هېواد ته پر راتګ خوښې دي خو د کاري فرصتونو، سرپناه او د اولادونو د ښوونې روزنې برخه کې له حکومته د همکارۍ غوښتنه کوي.

له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ یو غړی وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې موږ دلته هېڅ ډول ځای او کور نه لرو، بله دا چې زموږ ماشومان په پاکستان کې په ښوونځیو کې وو، خو دلته له ښوونځیو او مدرسې پاتې دي. له حکومت غوښتنه کوو چې زموږ بچیانو ته د تعلیم غم وخوري، ترڅو بې تعلیمه پاتې نه شي.»

له پاکستانه یو بل راستون شوی کډوال وايي: « زه له حکومت غوښتنه کوم چې ماته لږ ځای راکړي، یوه خېمه هم وي قبوله ده. زه به زحمت وباسم، کار به وکړم خو چې سرپناه ولرم.»

په همدې حال کې حکومتي چارواکي راستنو شویو افغانانو  ته د کاري زمینو، سرپناه او زده کړو په برخه کې د حکومت پر کاري لومړیتوب تینګار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوي محمد ذاهد په دې اړه وايي: « د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې هڅه کې دی چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه زموږ راستنېدونکي مهاجر وروڼو ته یو سیسټم برابر کړي. همدارنګه هغو کسانو ته چې لوړې زده کړې لري، د کار زمینې برابرولو په برخه کې هڅه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال ننګرهار او کونړ ولایتونو ته د خپل سفر پرمهال هم ژمنه کړې وه چې راستنو شویو هېواد والو ته به په ټولو برخو د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist