Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له نړیوالو د افغان پانګه والو او صنعت کارانو غوښتنه؛ د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړئ

admin by admin
2021/11/01

افغان  پانګه والو او صنعت کارانو  د یکشبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۹ مه » کابل کې په یون نندارتون کې پر امریکا، اروپا، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو پر سازمان غږ وکړ،چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د بیرته ازادولو لپاره دې هڅې وکړي  او افغانان دې له روان بحران وباسي.

دوی همدا راز نیوکه وکړه،چې امریکا او نړیواله ټولنه دې پر افغانانو د خپلو غوښتنو منلو لپاره پرافغانستان فشارونه او بندیزونه نه لګوي او نوی حکومت دې پر رسمیت وپيژني.

افغان سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه پر امریکا دا غږ کوو،چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، بهانې دې نه جوړوي او نه ورته بهانه پاتې ده او نه دوی قانوني حق لري،چې موږ په رسمیت ونه پېژني.»

سوداګر اندېښنه لري،که وضعیت همداشان دوام وکړي،افغانستان به یو ځل بیا د نشه یي توکو د کښت مرکز وګرځي، وسله والې ډلې به په کې سر راپورته کړي،چې له بدو اغېزو نه به یې نړیوال هم خوندي نه وي.

سوداګرو او صنعت‌کارانو پر ګاونډیانو او سیمې هېوادونو هم غږ وکړ،چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې شته ستونزې حل او اسانتیاوې دې رامنځته کړي.

افغان سوداګر شاه محمد شهاب وايي:« که دوی موږ پر رسمیت ونه پيژني او زموږ کنګل شوې پیسې رانه کړي او مشکلات جوړ کړي، نو افغانستان کې به د مجبوریتونو پر اساس ډیر جرایم شروع شي،د مواد مخدور قاچاق به شروع شي،ځکه خلک به اړ وي او بله لاره به نه لري.»

صنعت کارانو له اسلامي امارته هم وغوښتل،چې کورني صنعت ته دې وده ورکړي، کورنیو تولیداتو ته دې بازار موندنه وکړي او د پانګوالو ځاني امنیت دې خوندي کړي.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شیر باز کمین زاده وايي:«  نړیواله ټولنه له موږ سره هغه ظلم کوي،چې د بشر په تاریخ کې نه دی شوی. په شلو کلونو کې یې چیغې وهلې،چې افغانستان ته مو دیموکراسي راوسته، امنیت مو راوست او د ښځو حقوق مو تامین کړل او داسې نور، دا ټولې خبرې یې په دنیا واورولې، خو نن له افغانانو سره هغه څه کوي،چې بد ترین دښمن به یې ونه کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:« یو سهامي شرکت دې جوړ شي،د برق لپاره او ټول تجاران دې په هغې کې برخه واخلي. د برېښنا وزارت او د افغانستان پښتني بانک دې په هغې کې له موږ سره پوره همکاري وکړي او زموږ د پانګې  ساتندویه دې شي.»

نندارتون کې بیا  د صنعت سوداګرۍ او وزارت صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ،چې شته ستونزې به یې ورته حل کړي او لا زیاتې اسانتیاوې به رامنځته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د نوي حکومت ټول مشران جدي تصمیم لري،چې صنعت ته وده ورکړي او د سوداګرو شته ستونزې کړي.

مجاهد زیاته کړه:« صنعت کاران او سرمایه داران زموږه سرمایه ده، لکه څنګه چې ستاسې پیسې ستاسې سرمایه ده دا ستاسې موجودیت د ملت سرمایه ده. موږ باید ستاسې په موجودیت هم ویاړ وکړو، هم مو امنیت وساتو او هم مو قدر وکړو.»

د صنعت کارانو له خوا دغه نندارتون د یوې ورځې لپاره د کابل کانټينټال هوټل کې جوړ شوی و.

یاد نندارتون کې مسوولینو له نورو افغان پانګه والو هم غوښتنه وکړه،چې افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ،چې د پانګونې برخه کې به نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

a

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist