Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له نوي ډهلي د کابل غوښتنه؛ افغانستان کې خپله سیاسي استازولي بېرته فعاله کړئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/06

کابل ته د هندي پلاوي راتګ د اسلامي امارت او هند ترمنځ د اړیکو یو نوی پړاو دی.

د افغانستان اسلامي امارت د  بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې،چې مولوي امیر خان متقي له هندي پلاوي سره لیدلي،ویل شوي،چې هند باید خپله استازولي پرانیزي او افغانستان کې خپلې نبمګړې پروژې بشپړې کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:«په ملاقات کې د افغانستان او هندوستان تر منځ پر دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیز تجارت او بشري مرستو خبرې وشوې. ټینګار وشو چې هندوستان په افغانستان کې باید خپلې درول شوې پروژې له سره پيل کړي، خپل دیپلوماتیک شتون فعاله کړي او افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندي کړي خصوصا د افغان محصلینو او ناروغانو لپاره.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند د وايي:« هند او د سیمې نور هېوادونه غواړي،چې له طالبانو سره  خپلې ترېنګلې اړېکې ورغوي. افغانستان کې خپلې پانګونې ته دوام ورکړي، خپلې نیمګړې پروژې پوره کړي. په لویه کې د سیمې په ثابت او ټېکاو کې خپل مهم رول لوبوي. د اسلامي امارت مشرانو له لوري دوی ته ښه راغلاست  او دوی ته د  امنیت برابرول به وکولای شي،چې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي او د افغانستان په پرمختګ کې یو مهم رول ولوبوي.»

هند له  کابل سره  د پخوا په څېر د ښو اړیکو او مرستو پر دوام ټینګار کړی  دی او پرېکړه شوې،چي د دواړو هېوادونو تر منځ به راشه درشه زیاتیږي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر دې باور دي، افغانستان کې د جګړې یو بل ستر لامل د هند او پاکستان نیابتي جګړه او منفي رقابت وه چې د افغانستان له جغرافیې استفاده کوله.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي، تېرو شلو کلونو کې افغان حکومت ونه توانېده، د هند او پاکستان ترمنځ خپلواک او پر ملي ګټو ولاړ سیاست غوره کړي.

هغه زیاته کړه:«هند ته یې بلنه ورکړه،چې راشئ، خپل سفارت پرانېزئ، موږ ستاسو د سفارت عام او تام امنیت نیولی شو اوله تاسو سره غواړو،چې ښې اړیکې او تاریخي اړیکې بیا ټېنګې کړو. دغه خبرپاڼه د پاکستان د استخاباراتو پر ټټر نښه وېشتل دي. هغوی په ارامه نه کېني. هغوی هېچ کله نه غواړي، چې افغانستان کې داسې یو نظام رامنځته شي،چې هغه نظام په ټول افغانستان کې امن،امنیت،پرمختګ او له هند سره ښیې اړیکې جوړول، هېچکله د پاکستان پر ګټه نه تمامېږي.»

هند ته  اسلامي امارت د امنیت له پلوه ډاډ ورکړی دی،چې افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.

د اسلامي امارت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد هم هندي رسنیو سره په خبرو کې هغوی سره د ښو اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی.

سیاسي فعاله ډیوه پتنګ وايي،  د اسلامي امارت بهرنی او سیمه ییز سیاست باید پر ملي ګټو ولاړ وي.

اوس به ولیدل شي،چې د افغانستان او هند ترمنځ به اړیکې څه ډول تعریف او رامنځ ته شي،خو د پاکستان غبرګون او د هغوی حساسیتونه ډېرکله د دې لامل شوي دي،چې سیمه او افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist