Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/13

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د مخکېني جمهوري نظام له سقوط سره سم، د ګڼو هېوادونو سفارتونو هم دروازې وتړلې او په کابل کې يې خپل حضور پای ته ورساوه.

که څه هم سرپرست حکومت له هېوادونو بېرته د خپلو سفارتونو د فعالولو غوښتنه کړې، خو پر دې سربېره هم ګڼ هېوادونه په کابل کې د خپلو سفارتي چارو بېرته پيلولو ته لېواله نه دي.

اوس په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت شاژدافیر سهېل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره ليدلي او له نوموړي يې غوښتي چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي.

شاهین په دې اړه ویلي: « د نړیوالې ټولنې او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ د مثبت تعامل، بشري مرستو او روان سیاسي وضعیت مو خبرې وکړې. همدا شان مو ورته وویل چې اوس په افغانستان کې امنیت راغلی، نو په کابل کې دې خپله سیاسي استازولي پرانیزي. باید ووایم دا ډول لیدنې دلته په دوحه کې مېشتو سفیرانو سره وخت په وخت ترسره کوو.»

د افغانستان لپاره د فرانسې شارژدافیر ژان میرین تر اوسه پورې د دې لیدنې جزئیات نه دې خپاره کړي او دا یې نه ده روښانه کړې چې په کومو مسایلو يې له شاهين سره خبرې کړې.

شنونکي وایي، حکومت ته په کار ده چې د ملي ګټو په چوکاټ لوېديځ هېوادونه وهڅوي چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته فعال کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وایي: « زما په اند، نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه غربي ټولنه خپله اهداف لري او موږ هم خپل اهداف لرو. موږ خپلو ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره، د تعامل دروازې د نړۍ پرمخ خلاصې دي. دا تعامل په راکړه ورکړې جوړېږي او هر هغه ګام باید پورته کړو چې زموږ ملي ګټې په کې خوندي او اسلامي ارزښتونه په کې په پام کې نیول شوي وي. زه هیله لرم حکومت له نړۍ سره د یوه مثبت تعامل له لارې اړیکې جوړې کړي، ترڅو افغانستان په نړۍ کې خپل ځای بېرته ترلاسه کړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکي بیا په دې اند دي که سرپرست حکومت نړیوال تعامل او په کابل کې د لوېديځو هېوادونو د سفارتونو فعالېدل غواړي، نو بايد د هغوی او خلکو مشروع غوښتنې هم ومني، ځکه د دوی په خبره د سرپرست حکومت ځينو سياستونو له نړيوالو سره د افغانستان د تعامل مخه نیولې ده.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده چې د افغان ولس مشروع غوښتنو ته لبیک ووايي او هغه ستونزې د یوه تفاهم له لارې حل کړي چې اوس مهال شته دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی توریالی ځاځی وايي: « هغه غونډې چې په غربي هېوادونو یا ملګرو ملتونو کې ترسره شوې، د ټولو غوښتنه دا وه چې افغانستان کې باید د نجونو د مکتونو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي. تر هغو چې اسلامي امارت دا کار ونه کړي، د نړۍ هېڅ هېواد به حاضر نه شي چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.»

له دې وړاندې بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې اوس ‌مهال په بهر کې د افغانستان ۴۰ سیاسي استازولۍ فعالې دي او هڅه کوي نورې هم فعالې کړي.

د سرپرست حکومت له واکمنېدو نږدې څلور کاله تېرېږي او په دې موده کې يوازې له ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبېکستان، چین، ترکیې، قطر او ځينو نورو هېوادونو سره سفارتي اړيکې لري، خو هېڅ يوه هېواد هم  اسلامي امارت پ  رسميت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist