Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له طالبانو د امریکا غوښتنه؛ جګړه ختمه او د سولې خبرو ته دوام ورکړئ

admin by admin
2021/07/24

د امريکا بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او دايمي سولې ته د رسېدو لپاره دې جدي مذاکرات پیل کړي.

یاد وزارت ګواښ کړی چې نړۍ افغانستان کې د زور له لارې واک ته رسېدونکی حکومت نه مني او د  ۴۰  کلنې جګړې پايته رسېدو يوازنۍ لاره مذاکرات ګڼي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستيال ويانده جلينا پورتر وايي:« موږ پر طالبانو غږ کوو، چې مذکراتو کې جدي برخه واخلي او د افغانستان سياسي لار نقشې سره مرسته وکړي، چې د تلپاتې سولې او سياسي حل لامل شي. د جمهوريت او طالبانو ترمنځ سياسي حل يوازنۍ لاره ده، چې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پايته رسولی شي. نړۍ به هغه ځواک و نه مني، چې د زور له لارې په افغانستان تحميل کېږي.»

پورتر ویلي، امریکا هدفي وژنې او د زېربناوو ویجاړول غندي او اندېښنه یې ښودلې چې پر سیمه ییزه کچه د طالبانو جنګياليو بشري حقونه نقض کړي، د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي.

 هغې زیاته کړه:«د تاوتريخوالي او وژنو وروستي راپورونه د دې ښکارندوي کوي، چې پر سیمه ییزه  کچه د طالبانو جنګيالي د انسان ژوند او بشري حقونو ته لږ پاملرنه کوي، موږ دغه هدفي بريدونه او د زېربناو وېجاړۍ غندو.»

جلينا پورتر له طالبانو غوښتي چې د هدفي وژنو او بريدونو له ردولو تېر شي او وايي، که دا د طالبانو پاليسي نه وي، نو بايد خپل جنګيالي له وژنو او تاوتريخوالي راوګرځوي.

پورتر زیاتوي: «د طالبانو رهبري بايد له دې تېره شي، چې په سيمو او نورو هدفي بريدونو کې خپل لاس لرل رد کړي، که چېرې دا په رښتيا د طالبانو پاليسي نه وي، نو د هغوی رهبري بايد دا وژنې او تاوتريخوالي وغندي. دوی بايد د جنګ په سختو کې خپل جنګيالي له وژنو او تاوتريخوالي منع کړي. موږ پر بېړنۍ توګه د روان تاوتريخوالي پايته رسول غواړو، چې په زياته کچه د طالبانو له لوري تر سره کېږي.»

امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر او مذاکراتي پلاوي غړي سهیل شاهین ويلي، د ولسمشر غني په شتون کې سوله نا ممکنه ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist