Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/13

ظاهر قدیر نږدې ۲۰ ورځې وړاندې د کېنیا په پلازمېنه نایروبي کې د امریکا په غوښتنه ونيول شو.

 پر نوموړي د امريکا له لوري تور دی چې د نشه ‌يي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس لري.

که څه هم امريکا ته يې د سپارل کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو د دې برعکس په نايروبي کې دوه ځلې محکمې ته وړاندې شوی او نن یې درېیمه محکمه شوې.

د راپورونو له مخې، محکمې پرېکړه کړې څو نوموړی امریکا ته وسپاري.

د ظاهر قدیر  د کورنۍ غړي وايي، هغه د سياسي انګيزې له مخې نيول شوی او له سرپرست حکومته غواړي چې په راخلاصولو کې يې جدي هڅې وکړي.

د ظاهر قدیر د کورنۍ غړی عبدالجلیل قدیر وايي: « له حکومت مو غوښتنه دا ده چې د حاجي صاحب په آزادېدو کې جدي هلې ځلې وکړي، ترڅو دې قضیه کې غیرعادلانه پرېکړه ونه شي؛ ځکه دا یوه سیاسي مساله او دسیسه ده.»

شنونکي هم په ورته قضيو کې سرپرست حکومت مکلف بولي چې په بهر کې يې د اتباعو نيول کېدو په اړه له اړوند هېوادونو پوښتنه وکړي او په خبره يې، د دې ترڅنګ د اصولو له مخې نور هېوادونه هم اړ دي چې د افغان وګړو پر وړاندې هر ګام له اوچتولو وړاندې له سرپرست حکومت سره همغږي وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « ظاهر قدیر یو افغان دی او افغانان د افغانستان په نوم کور لري. دا کور زعیم لري، مشران لري، قاضي، محکمه او حاکمیت لري. زما په نظر، په نورو هېوادونو کې د افغانانو نیول، شکنجه کول او محاکمه کول باید له افغانستان سره په تفاهم وشي. د افغانستان له اجرايي او قضايي قواوو سره په همغږۍ وشي. د ظاهر قدیر په ګډون باید د هغو ټولو افغانانو پوښتنه وشي چې په نورو هېوادونو کې محکمې پرې روانې دي.» 

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ظاهر قدیر د کورنۍ له غړو سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي بیا په دې تړاو ویلي، بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په قطر کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې چې د ظاهر قدیر موضوع په دوحه کې د کېنیا له سفارت سره تعقیب کړي.

جلالي په دې اړه ویلي: « نظام د هر افغان په تړاو مسووليت لري چې له هر ډول توپير پرته يې بايد د حق پوښتنه وکړي او بې‌ پوښتنې يې پرې نږدي. امارت دا ادعا د ظاهر قدير په حق کې عملا ثابتوي. د بهرنيو چارو وزير د ظاهر قدير د کورنۍ غړي راغوښتي وو او هغوی سره يې تر ليدنې وروسته دوحه کې د افغانستان سفارت ته دنده وسپارله چې د کېنيا له سفارت سره د ظاهر قدير موضوع تعقيب کړي.»

په کېنیا کې د ظاهر قدیر مدافع وکیل اومګا اوچینګ بیا د نوموړي د دویمې محکمې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ترسره شوه له پای ته رسېدو وروسته ویلي، پر هغه د قاچاق او غیر قانوني وسلو د درلودو تورونه پورې شوي، خو د ظاهر قدیر دغه نیونه سیاسي انګیزه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist