Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له خلکو د طالبانو غوښتنه؛ بهر ته له تګ ډډه وکړئ او خپل هېواد کې پاتې شئ

admin by admin
2021/08/22

د طالبانو له راتګ سره سم ګڼ شمېر افغانانو اراده کړې،چې خپل هېواد پرېږدي، امریکا او اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي. 

خو طالبان  له ټولو  افغانانو غواړي،چې اروپا، امریکا او نورو هېوادونو ته له تللو دې ډډه وکړي او په خپل هېواد کې دې پاتې شي.

طالبان وایي، افغانستان د ټولو کور دی،هر افغان ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي،چې ژر تر ژره ټول منلی حکومت جوړ کړي.

طالبان وایي، دغه کسان په بد وضعیت کې دي او ترې غوښتنه کوي چې خپل هېواد دې نه پرېږدي او دلته دې پاتې شي.

د کابل اقتصادي برخې مسوول مولوي احمد جان وايي:« خلک الوتکې پورې نښلي. د بیلګې په ډول بهر ته روان  دي، ولي روان دي؟ دا باید راوګرځوو. دا زموږ وروڼه دي. داسې وېره شتون لري، یا چا وېرولي دي، دا جدا مسایل دي. د دوی لپاره نه کار کول، زموږ کار نه دی،دا د مخکې نظام کار دی. کاش! کار ورته پيدا شوی وی. دلته ورته  کارخونې جوړې شوې وې. » 

 هغه وايي،په هېواد کې ډاډمنه او امن فضاء برابرول یې موخه ده او د پرمختګ لپاره به هڅې ګړندۍ کړي.

اخوا د طالبانو ترڅنګ صنعت کاران هم له افغانانو غواړي،چې دلته پاتې شي او بهرنیو هېوادونو ته له ورتګ ډډه وکړي.

صنعت کاران وایي، دوی ورته د کار کولو زمینه برابروي او افغانان دې خپله انرژي په خپل هېواد کې مصرف کړي.

د پلچرخي  صنعتي پارک تولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي:« ځوانانو له افغانستانه تېښته مه کوئ. افغانستان ستاسو استعداد ته اړتیا لري. افغانستان ستاسو مټو ته اړتیا لري. هغه ځواک،چې نورو هېوادونو کې یې  مصرف کوئ، په خپل هېواد کې یې مصرف کړئ.» 

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په شااوخوا کې په لسګونه زره  کسان دې ته انتظار باسي،چې امریکایان به یې له افغانستان وباسي او د همدې لپاره د ژوند ترخې شیبې زغمي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist