Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له حکومت د حامد کرزي غوښتنه!

admin by admin
2019/02/04

مسکو کې د سولې په تړاو ناسته د سه شنبې په ورځ پيل کیږي چې دوه ورځې به دوام پيدا کړي.

پخواني ولسمشر او یو شمېر سیاسیونو خپل چمتووالی نیولی چې د مسکو غونډه کې ګډون وکړي او دا غونډه د سولې د خبرو د پيل لپاره یو ښه فرصت یادوي.

حامدکرزي په یوه اعلامیه کې باور ښودلی چې په دې غونډه کې ګډون به د دې زمینه برابره کړي چې بین الافغاني خبرې پيل شي.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي داسې ویلي (( موږ د مسکو په غونډه کې په دې تمه ګډون کوو چې د بین الافغاني خبرو لپاره به پکې زمینه برابره شي، موږ له دې غونډې د ښه لاس ته راوړنو په تمه یو، موږ په دې برخه کې پر حکومت غږ کوو چې یو باصلاحیته پلاوی د مسکو غونډه کې د ګډون لپاره ولیږي او د دوامدارې سولې رسیدو لپاره دې خپل رول ادا کړي.))

روسیې د دې ناستې کوربتوب رد کړی او ویلي یې دي چې روسیه کې میشت افغانان د غونډې کوربانه دي.

د طالبانو له اړخه به عباس ستانکزی د طالبانو د استازو مشري کوي. 

طالبانو په یوه اعلامیه کې داسې ویلي ((موږ غواړو له مناسب فرصت څخه په سالمه استفاده خپل شرعي او اصولوي موقف بیلابیلو جهتونو ته څرګند کړو، د اشغال د خاتمې، په هیواد کې د دائمي سولې او د افغان شموله اسلامي نظام د حاکمیت او د راتلونکي افغانستان په اړه د اسلامي امارت پالیسي او کړنلاره ډاګیزه کړو.))

دغه ناسته کې افغان حکومت ته چې د جګړې یو اړخ بلل کيږي د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې ، افغان حکومت هم دا غونډه بې ګټې یادوي چې د افغانانو په مشرۍ او کوربتوب نه ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist