رحمن ګل چې د خیبر پښتونخوا په ناصرباغ سیمه کې یې ژوند کاوه، تازه هېواد ته راستون شوی.
هغه وايي، پاکستاني پولیسو له وروستي ضرب الاجل وروسته چې د جولای لسمه نېټه وه، پر کډوالو فشارونه زیات کړل او خالي لاس يې له کورونو را وباسي او بیا یې افغانستان ته را اړوي. رحمن ګل وايي، له خلکو ټولې شتمنۍ او د کور توکي پاتې دي.
رحمن ګل زیاتوي: « څوک له کوره نه شي وتلی، همدا چې ووځي بهر ورته پولیس ولاړ وي، نیسې یې او بیا یې کمپ ته انتقالوي. زما پلار یې ۷۰ ورځې بندي کړ او بیا یې د ۸۵ زره روپيو په بدل کې افغانستان ته را ستون کړ.»
دغه تازه راستون شوی کډوال د پاکستاني پولیسو د ظلمونو خبره کوي او وايي، له ژونده یې زړه ور تور کړی و، خو زیاتوي چې هېواد ته په راتګ سره يې د ارام ساه واخسته.
رحمن ګل په دې اړه وايي: « راستنېدونکو کډوالو ته ښه سهولتونه برابر دي، ډوډۍ، اوبه، د لارې کرایه او د اوسېدلو ځای هرڅه برابر دي.»
دی او نور تازه راستانه شوي کډوال هلته له دېره افغانانو غواړي چې پاکستاني پولیس نور له افغانانو سره له انساني سلوک کار نه اخلي او ټول دې په ارامۍ هېواد ته راستانه شي.
راستون شوی رحمن ګل وايي: « زه خپلو خلکو ته وایم چې که عزت درباندې ګران وي، خپل هېواد ته راشئ. کوم لګښتونه چې په پاکستان کې کوئ، هغه دلته خپل وطن کې وکړئ.»
راستون شوی نجیب الله وايي: « موږ یې له کورونو و ایستلو او راته یې وویل چې درېیو ورځو کې له پاکستان ووځو. زه ټولو افغانانو ته وایم چې په حیا او عزت سره خپل وطن ته راشي.»
بله خوا، د تورخم کډوالو کمپ مسوولین وایي چې دوی د کډوالو را ستنېدو پروسې چټکېدو سره خپل خدمات تر پخوا زیات کړي او بېلابېلو کمېټو له خوا راستنو شویو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کیږي.
د تورخم کډوالو کمپ مسول محمد هاشم میوند وال وايي: « هرڅومره چې راستنېدونکي مهاجر زیاتېږي، زموږ خدمات هم ورسره زیاتېږي. دلته د ډوډۍ، برېښنا، اوبو، خېمو، روغتیا، ټرانسپورټ، مخابراتو او نغدي مرستو چمتوالی نیول شوی.»
د تورخم له لارې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو پروسه داسې مهال چټکه شوې چې تېره ورځ هم له دې له لارې ٧٣١کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې دي.