Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له ا.ا د ملګرو ملتونو غوښتنه؛د ښځو حقونو یوې فعالې په ګډون پنځه نیول شوي کسان خوشې کړئ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/06

له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی، د ښځو پر سیاسي او ټولنیز ژوند یې درنه اغیزه پریښې.

د ښوونځیو د دروازو د تړلو تر څنګ پر دوی ګڼ شمیر نور محدودیتونه هم لګول شوي،چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړې دي.

د پنجشنبې په ورځ د ظریفې یعقوبي په نوم د ښځو حقونو یوه فعاله او څلور نور همکاران یې داسې مهال نیول شوي او بې درکه دي،چې غوښتل یې په یوه خبري غونډه کې د مساوي حقونو لپاره د افغان ښځو د غورځنګ اعلان وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنر وولکر ترک په دې اړه  اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي،چې ژر تر ژره نیول شوي کسان ازاد کړي. 

ترک پر مسوول چارواکو غږ کړی دی،چې د بشر حقونو ساتنه او خپلې ټولې نیونې قانوني کړي.

د  ملګرو ملتونو د بشر حقونو اداره:« پنځه تنه کابل کې د ښځو د مدني ټولنې له خوا د جوړې شوې یوې خبرې غونډې پر مهال نیول شوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک پر مسوولو چارواکو غږ کوي،چې د بشري حقونو ساتنه وکړي، د دې ډاډ ورکړي،چې ټولې نیونې قانوني دي او د بندیانو حقونو ته درناوی لري.» 

په ورته وخت کې د وولکر ترک ویاند جیرمي لارنس په دې تړاو اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې د نیول شوو کسانو په اړه مالومات غوښتي.

لارنس ویلي، ټول افغانان حق لري،چې سوله ییزې غونډې جوړې کړي او خپل غږ پورته کړې او پر وینا یې دې حقونو ته باید درناوی وشي. 

لارنس زیاته کړې:« موږ د دغو پنځو کسانو د روغتیا او سلامتۍ په اړه اندیښمن یو او د دوی د نیولو په اړه مو له افغان چارواکو مالومات غوښتي دي. ټول افغانان د نيول کیدو له وېرې پرته د سوله ييزې غونډې، د بيان او نظر د ازادۍ حق لري. موږ  له چارواکو غوښتنه کوو،چې دې حقونو  ته درناوی وکړي.» 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم ویلي،د وروستیو نیونو په تړاو یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.

که څه هم یوناما د خبرو وضاحت نه دی ورکړی،خو غوښتنه یې کړې چې د سوله ییزو غونډو حق دې له افغانانو نه اخېستل کیږي.

یوناما زیاته کړې:« یوناما له طالبانو سره د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو د وضعیت په اړه چې کابل کې نیول شوي خبرې کړې دي. ټول افغانان د نیولو له وېرې پرته د سوله ییزو غونډو، د بیان او نظر د ازادۍ بنسټیز حق لري.» 

ځینو سرچینو ویلي،ظریفې یعقوبې ته د غونډې تر جوړیدو وړاندې ویل شوي ول،چې له داسې کړنو لاس واخلي،خو د حکومت له مخالفت سربېره هغې د مساوي حقونو په نوم د افغان ښځو د غورځنګ د اعلان هڅه کوله،چې د غونډې پر مهال د ځينو وسله والو لخوا نیول شوې او بې درکه ده.

د غونډې ګډون والو رسنیو ته ویلي، د اسلامي امارت د استخباراتو ځواکونو له ځان سره بیولې،خو د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، له دې موضوع هېڅ خبر نه دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist