Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایران او پاکستان غوښتنې؛ د افغان کډوالو جبري اخراج ودروئ

له ایران او پاکستان غوښتنې؛ د افغان کډوالو جبري اخراج ودروئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/17

له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو په زوره را ایستلو په تړاو لاهم پر نړیواله کچه او کوردننه غبرګونونه ښودل کېږي، خو دا لړۍ لاهم روانه ده او بدلون نه ‌دی ورکړل شوی.

تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سره صليب نړيوالې کمېټې او بې پولې ډاکټرانو  ټولنې هم په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر روان وضعیت اندېښنې ښودلې او له دغو هېوادونو یې غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پالیسۍ بدلې کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په اوسني وضعیت کې د افغان کډوالو جبري ستنول د شته ستونزو د زیاتېدو ترڅنګ، نور ګواښونه او ننګونې هم زېږوي او دا حالت د هېڅ لوري پر ګټه نه دی.

کرزي زیاته کړې: « افغانان د جګړو، بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله ناغوښتل شوې او تحمیلي کډوالۍ ته اړ شوي. که څه هم موږ د کوربه هېوادونو اندېښنې درک کوو، خو په افغانستان کې اوسنی وضعیت د کډوالو د ستنېدو لپاره مناسب نه دی.»

د دې ترڅنګ، د سره صليب نړيوالې کمېټې له ایرانه د راستنېدونکو افغان ماشومانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې.

 دغې کمېټې د افغان ماشومانو هغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی چې له روغتیایي ستونزو، شدیدې ګرمۍ او بشري ناورین سره مخ دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي: « هغه افغان ماشومان چې له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي، له روغتیايي ستونزو، شدیدې ګرمۍ او بشري ناورین سره مخ دي. زموږ همکاران هره ورځ سلګونه هغه ماشومان چې د راتګ پر مهال له خپلو کورنیو بېل شوي وي، بېرته له خپلوانو سره یو ځای کوي.»

په ورته مهال، د بې پولې ډاکټرانو ټولنه هم وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو رواني وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دې ټولنې په خپل تازه راپور کې ویلي، په پاکستان کې میشت افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې سره مخ دي او له امله یې د روغتیايي خدماتو ترلاسه کول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

د بې ‌پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي: « په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو وېره نه یوازې د دوی فزیکي روغتیا ته زیان رسوي بلکې د افغان کډوالو رواني وضعیت ته يې هم سخت زیان اړولی دی. د رواني فشار، بې ‌باورۍ او محدودیتونو له امله کډوال روغتیايي مرکزونو ته د تګ جرئت نه کوي او دا حالت د یوه جدي بشري بحران بڼه غوره کړې.»

له دې سره هم‌ مهاله، د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، ګاونډي هېوادونه هڅه کوي له افغان کډوالو خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.

د دوی په خبره، د ګاونډیو هېوادونو دا پالیسۍ او کړنلارې نه ‌شي کولی چې دوی خپلو موخو ته ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد صادق حمیدزوی وايي: « نن ورځ نړۍ په شکل د اشکالو د اسلامي امارت تر فشار لاندې نیولو لپاره دغه چارې ترسره کوي؛ ترڅو خپل فرمایشات پرې ومني او مداخله جاري وساتي. خو دا ناکامې هڅې دي او لکه څرنګه چې په تېر کې دا ډول هڅې ناکامې شوې دي، په راتلونکي کې به هم ناکامې وي.»

د راپورونو له مخې، له پاکستان او ایران سره په یوه وخت، په نوره نړۍ کې هم د افغان کډوالو پر وړاندې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او هڅه روانه ده چې افغان کډوال ونه ‌منل شي.

تېره اوونۍ د جرمني چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې غواړي په افغانستان کې له اوسني سرپرست حکومت سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه مخامخ تړون وکړي چې له جرمني ایستل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist