Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه په جبر د افغان کډوالو ایستلو نړیوال غبرګونونه را پارولي

له ایرانه په جبر د افغان کډوالو ایستلو نړیوال غبرګونونه را پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/07

په تېره جون میاشت کې د ایران او اسرییلو ترمنځ له ۱۰ ورځنۍ جګړې وروسته له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوه.

د مالوماتو پر اساس د جون له ۱۳مې تر دې دمه له دغه هېواده شاوخوا ۸۰۰زره افغانان بېرته راستانه کړای شوې دي.

له ايرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو ورسره د زور زیاتي پالیسۍ نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. ملګرو ملتونو په دغه هېواد کې له لږکیو، کډوالو او مذهبي ډلو سره د ایران له لوري روان چلن غندلی او د دغې چارې د بندېدو غوښتنه یې کړې.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ په دې اړه وايي: « سلګونه افغانان او د قومي او مذهبي لږکیو غړي په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي. همداراز راپورونه شته چې په رسنیو کې د افغانانو او لږکیو ټولنو پر ضد د تبعیض او تاوتریخوالي پارونې هڅې روانې دي. دوی خاینان بلل کېږي. سپک او د انساني ارزښتونو خلاف چلن ورسره کېږي؛ زموږ د کارپوهانو ډله له ایراني حکومت سره په دې اړه په تماس کې ده.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ هم د راستنېدونکو د لویې څپې له امله په افغانستان کې د رامنځته کېدونکي بشري ناورین خبرداری ورکړی او ویلي یې دي که بسپنه ورکوونکي له یادې ادارې سره مرسته ونه‌ کړي؛ راستنېدونکي به له سخت وضعیت سره مخ شي.

یادې کمېشنرۍ زیاته کړې: « له یو میلیون زیات افغانان له ګاونډیو هېوادونو پر زور بېرته افغانستان ته ستنېږي چې ډېری یې په ناوړه شرایطو کې راځي او له نامالوم برخلیک سره مخ دي. د دغو پراخو بېرته ستنېدنو له امله یو بشري ناورین رامنځته شوی او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمېشنري  بېړني ملاتړ ته اړتیا لري، څو د ژغورنې لپاره مرستې برابرې کړي.»

بلخوا په تاجیکستان کې د اصلاحاتو او پرمختګ غورځنګ، چې په عين وخت کې دغلته د حکومت اپوزیسیون هم دی، د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان کډوالو سره د ایران روان چلن غیر انساني بللی او  د دغه وضعیت د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه یې کړې.

د اعلامیې یوه برخه: « موږ د خپل اخلاقي او سیاسي مسوولیت په بشپړ درک سره په کلکه، څرګنده او بې‌قیده توګه، د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا پر بې‌ګناه افغان کډوالو د کېدونکو ظالمانه، وحشیانه او غیر انساني کړنو غندنه کوو. سلګونه زره افغانان ـ مېرمنې، ماشومان، مشران او ناروغان ـ د ایراني چارواکو له خوا د سیسټماټیک تعقیب، سپکاوي، بد چلن او ځورونې ښکار دي. که هغوی لږ مقاومت وکړي، شکنجه کېږي یا وژل کېږي.»

ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم د ایران دا کړنه د نړیوالو اصولو خلاف بولي او په خبره یې د دې لړۍ ادامه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر روان بهیر ناوړه اغېزې درلودلی شي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « ایران د افغان کډوالو په وړاندې د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو خلاف عمل کوي. د دې وضعیت دوام کولی شي د دواړو هېوادونو پر اړیکو ډېر منفي اغېز وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ انسان دوستانه چلن ته زیان ورسوي او که په دومره لویه کچه د کډوالو له اخراج څخه مخنیوی ونه شي، ښايي زموږ هېواد کې انساني ناورین رامنځته شي.»

د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو داسې مهال نړیوال غبرګونونه راپارولي چې د مالوماتو پر اساس په تېر شاوخوا یوه کال کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۱.۴ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist