Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه را ستانه شوي کډوال په کوردننه د کار او سرپناه غوښتنه کوي

له ایرانه را ستانه شوي کډوال په کوردننه د کار او سرپناه غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/29

له ایرانه تازه را شړل شوي افغانان چې هلته يې کسبونه هم زده کړي، په کوردننه د کاري فرصتونو برابرېدلو پر غوښتنې سربېره، له مسوولو ادارو د سرپناه غوښتنه کوي.
دوی وايې، ایران کې يې بېلا بېل کسبونه زده کړي، خو تش لاس را شړل شوي او اړتیا ده چې یاده برخه کې اړوندې ادارې ورسره همکاري وکړي.
له ایرانه تازه راستون شوی افغان کډوال میرویس وايي: « زه خپله فلزکار یم، دا کسب مې ایران کې زده کړی او زوی مې هم مستري دی. ایران کې مو زیاتې سختۍ لیدلې، ځکه هېڅ خوښ نه یو. زموږ د کورونو ګروي پیسې یې وخوړلې، اوس موږ افغانستان کې هېڅ شی نه لرو. موږ مجبوره یو چې د خپلوانو کورونو ته لاړ شو.»

جمشید هم تازه له ایرانه راستون شوی، هغه وايي: « دا غوښتنه لرم چې دلته زموږ ځوانانو لپاره کار برابر شي. ما ۱۲ کاله ایران کې زده ‌کړې وکړې، اسنا او مدارک یې راسره شته، خو اوس هیله لرم چې دلته کار راته برابر شي؛ تر څو بیا د ساختمان سر ته کار پسې لاړ نه شم.»

یو شمېر نور راستانه شوي کډوال ادعا کوي چې ایران کې د افغان ماشومانو لپاره د زده کړو اجازه نه وه، خو تمه لري چې په کوردننه به يې ماشومانو ته د زده کړو زمینه هم برابره شي.
له ایرانه راستنه شوې آمنه وايي: « هر ښوونځي ته چې به تلو، زموږ اولادونه یې نه شاملول. زما اولادونه بېسواده پاتې شول، خو د خپل بېسواده زوی اولاد مې یوړ چې زده کړې وکړي. کور مې په څلور لکه ګرو کړ؛ ترڅو هغوی درس ووایي. یو کال یې زموږ اولادونه شامل کړل بل کال یې دوسیې په لاس ورکړې او ورته یې وویل چې اتباع نور غیر قانوني شوي، باید ثبت نام یې ونه شي.»

له ایرانه راستون شوی محمد عیسی وايي: « له اسلامي امارته زما هیله دا ده چې زرګونه ځوانان زما په شان بې برخلیکه دي. دوه زامن لرم، اوس یې کومې خیمې ته یوسم چې په کې ژوند وکړي؟ د دوی لپاره دې آسایش او د زده ‌کړو زمینه برابره شي، زه نور هېڅ نه غواړم.»

بله خوا، هرات کې ځایي مسوولین  ډاډ ورکوي چې له ایرانه راستانه شویو ماشومانو لپاره به د زده ‌کړو زمینې برابرلو ترڅنګ، د کورنیو مېشتېدو په موخه د ځمکو وېش لپاره هم چمتوالی نیول شوی او لومړي فاز کې به ۳ زره ۲۰۰ کورنیو لپاره ۳ زره جریبه ځمکه ووېشل شي.

د هرات کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس شیخ ادم خان سعد وايي: « دا خپل استندردونه لري، خو اوس چې موږ پلان د یو فاز لپاره جوړ کړی، ۳ زره جرېبه ځمکه کې به ۳ زره او ۲۰۰ کورنۍ ځای پر ځای شي.»

د هرات اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي په دې اړه وايي: « کوم زده کوونکي چې راستنیږي، دلته د پوهنې وزارت له خوا ثبت کېږي او هغوی چې سر پارچې لري، هغوی به د قانون له مخې پروسېس شي.  تېر یو نیم کال کې چې کوم ماشومان راستانه شوي، د معارف له خوا ثبت شوي او اوس د افغانستان ښوونځیو کې زده کړې کوي.»

د ایران او اسراییلو ترمنځ له اوربند وروسته، د ایران حکومت د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه کړې. اوس مهال په ورځني ډول څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا بندر له لاري هېواد ته راستنیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist