Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له افغان حکومته د سلسلې غوښتنه؛د تښتونې او ربړونې قضیه مې وڅارئ

admin by admin
2021/08/12

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب ‌الله علي خیل لور سلسلې علي خیل، پر خپله فیسبوک پاڼه یوه ويډیو کې له هغې سره د شوې پیښې جزئیات خپاره کړي،چې څه ډول وتښتول شوه او زور زیاتی ورسره وشو.

سلسله وايي، اسلام اباد ته د خپلې کورنۍ د لیدو په موخه تللې وه، چې دجولای په شپاړلسمه بازار نه کور ته د تلو پرمهال وتښتول شوه.

 هغې زیاته کړه:« پر دې ورځ ما غوښتل،چې خپل کوچني ورور ته یوه ډالۍ واخلم. زموږ د اوسېدو ځای د اسلام اباد په امن ترینه سیمه کې دی. زه هماغه ورځ په ټکسي کې ولاړم. کله مې،چې  ډالۍ واخېستله،بېرته مې غوښتل،چې کورته راشمه، پر دویمه ټکسي کې د تښتونې دا پېښه وشوه. ټکسي چلوونکي یو دویم کس ټکسي ته راپورته کړ. ما همدې وخت کې شکایت وکړ  او ومې ویل، چې تاسې نه شئ کولای،دویم کس ټکسي ته پورته کړئ. دویم کس،چې اختطافچي وه، ماته یې مخ راواړوه او راته یې وویل،ستا پلار سفیر دی. ډېر بد رد یې راته وویل او زه یې په همدې حالت کې وهلم. » 

سلسله وایي،له پيښې وروسته ورسره په روغتون کې ډاکټرانو د پولیسو په څېر چلند کاوه او هغه معاینات یې نه دي کړي،چې د قضیې روښانولو کې له پولیسو څېړنو سره مرسته کوي.

علي زیاته کړه:«  زه نه پوهېږم،چې لامل یې څه وه، معاینات په بشپړ ډول ونه شول او ان ډاکټرانو په خپله لکه د پولیسو په څېر پوښتنې کولې. لکه د اورتوپيدي ډاکټر،چې اصلي دنده یې دا ده،چې د هډوکو معاینه وکړي. ماته وایي،چې ما ته ووایه،څه وشول.» 

سلسله علي خېل،چې اوس د درملنې لپاره ترکیې ته تللې وایي، هلته یې معایناتو ثابته کړې، چې فزیکي او روحي زورول شوې او لاهم په روحي ډول زور کاږي.

بهرنیو چارو وزارت شااوخوا درې اونۍ وړاندې د دې قضیې څېړلو لپاره اسلام‌اباد ته د یوه پلاوي لېږلو خبر ورکړی،خو د ۲۰ ورځو په تېریدو سره  لاهم د پلاوي موندنې له رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

هغې پر افغان حکومت غږ کړی، چې دا موضوع د یو ملت د عزت بحث دی او د نړیوالو اصولو مطابق دې دغه قضیه جدي تعقیب کړي.

 هغه وايي:«  له خپله دولته مې غوښتنه همدا ده،چې دا پېښه د یوې ځوانې نجلې، د هغې کورنۍ او ټول ملت د وقار او حیثیت مسله ده. همداسې یې باید تعقیب کړي. » 

اسلام‌اباد کې د افغان سفیر لور سلسله علي  پنځه ویشت ورځې وړاندې د جولای په ۱۶مه اسلام‌اباد کې  وتښتول شوه،چې له شااوخوا شل ساعتونو وروسته پيدا او سخته شکنجه ورکړل شوې وه.

 افغان ولسمشر له دې پيښې دوه ورځې وروسته له پاکستانه خپل سفیر او دیپلوماتان راوغوښتل او بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه وکړه،ترهغې چې پاکستان د پيښې عاملین نه وي پيدا کړي او د افغان دیپلوماتانو د ژوند خوندیتوب ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی دیپلومان دې کابل کې وي،خوداسې ښکاري چې پاکستاني حکومت د دې پيښې څېړنې درولي او هیڅ پرمختګ په ‌کې نه دی راغلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist