Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ ښايي له ټاکلې نېټې وړاندې بهر شي.

admin by admin
2021/05/29

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جیو بایډن له افغانستانه د ټولو بهرنیو او امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د روان ۲۰۲۱ زېږدیز  کال سپټمبر میاشت ټاکلی وخت اعلان کړ،خو اوس داسې هڅې روانې دي، چې ښايي امریکایان له وخت وړاندې ووځي.

د امریکا دفاع وزیر، چې د  کانګرس بودیجې کمېټې ته  یې خبرې کولې ویلي، له افغانستانه یې د وتلو ماموریت نږدې پنځه ویشت سلنه بشپړ شوی او له همدې امله خوشحاله دی.

دفاع وزیر  لویډ آسټن وايي: « که څه هم ولسمشر جو بایډن موږ ته ویلي، چې د سپټمبر تر یوولسمې ټول ځواکونه له افغانستانه وباسو،خو زه تاسو ته ویلی شم، چې د سرتېرو اېستلو بهیر اوس چټک روان دی. موږ، چې افغانستان ته د کومې موخې لپاره تللي وو،هغه مو ترلاسه کړې او زه د دې لپاره له ټولو سرتېرو مننه کوم او ورباندې ویاړم.))

د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو له اعلان وروسته طالبانو کندهار کې پر امریکایي بیس برید وکړ.

امریکا د ګواښ خبره کړې وه، خو د یوې میاشتې په پوره کېدو سره بیا د دواړو لورو ترمنځ کوم ټکر نه ده راغلی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري.

هغه وړم کال ویلي وو، که بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي، حکومت یې د شپږو میاشتو لپاره دوام نه شي کولائ. ولسمشر اوس ډاډه ښکاري، چې حکومت به یې د طالبانو د جګړې له امله نسکور نه شي او افغان ځواکونه به اجازه ورنه کړي، چې دغه ډله سیمې او ولایتونه سقوط کړي.

ولسمشر غني له طالبانو غوښتي دي، چې د روغې جوړې په فکر کې شي.

امریکایانو او ناټو ځواکونو ډېری هغه مرکزونه چې دوی په کې دېره وو، اوس یې ورو ورو افغان دولت ته سپاري.

تازه ناټو د کابل په ختیځه څنډه کې د نو‌‌ي‌ کابل پوځي کمپ دفاع وزارت ته وسپاره.

دا مرکز د ده سبز په نوي ښار کې دی، چې کلونه پکې بهرني ځواکونه مېشت وو.

له دې سره د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز مارک مېلي بیا ویلي، د ځواکونو له وتو سره ژباړونکي او هغه کسان چې امریکایانو سره  یې کار کړی، د ویزو ورکړې بهیر یې چټک کړی.

هغه وايي: « زه پوهېږم، چې پام وړ افغانانو د امریکا متحده ایالتونو او ټلوالې ملاتړ کړی او ښايي په ګواښ کې وي، خو مهمه مسله دا ده، چې اوس موږ دغو افغانانو ته ژمن واوسو او د دوی د خوندیتوب لپاره اړین کارونه وکړو.»

په همدې حال کې بریټانوي ورځپاڼو ویلي، امریکا ۶ سوه ځواکونه د طالبانو له دې ویرې چې کابل ته سقوط ور نه کړي، افغانستان کې پرېږدي.

له دې سره داهم ویل شوي، چې امریکا په پام کې لري، د کابل هوایي ډګر ترکي ځواکونو ته وسپاري.

طالبانو بیا د امریکا او نړیوالې ټولنې له پوځي او استخبارتي حضور سره کلک مخالفت کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist