Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له افغانستانه د امریکا وتلو قضیې څېړلو د بایډن اداره اندېښمنه کړې

له افغانستانه د امریکا وتلو قضیې څېړلو د بایډن اداره اندېښمنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/13

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو سره سم د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوحې هوکړې او خپلمنځيو سلامشورو پراساس، په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن حضور ته د پای ټکی کېښود.

دې مسالې او د وتلو په وروستیو ورځو کې د افغانستان په هوايي ډګر د خلکو په ګڼه ګوڼې کې ځانمرګي برید او په کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژل کېدل د امریکا کانګرس جمهوري پال غړي چې په سر کې یې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر ده د دې قضیې څېړلو ته اړ کړي.

تازه د امریکا یوې رسنۍ د دې کمېټې مشر مایکل مککال له قوله لیکلي چې له افغانستانه د امریکا د وتلو قضیې څېړلو د بایډن اداره سخته اندېښمنه کړې.

د راپور یوه برخه:« د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال اکسیوس ته ویلي چې هغه پر دې باوري دی چې د خروج مسالې د پلټنې قضیې د بایډن اداره کې اندېښنه زیاته کړې.»

مایکل مککال ویلي، نه پوهیږي چې د دغه قضیې پای به څه وي خو وايي ټول ښکېل کسان به ځواب ویلو ته اړ کړي ترڅو په خبره یې د ورځې په پای کې ډاډ ترلاسه کړو چې بیاځلې داسې څه نه تکراریږي.

هغه زیاته کړې:« ایا موږ به د قضیې پای ته ورسیږو؟ زه نه پوهیږم؛ خو ایا موږ به په دې قضیه کې ښکېل ټول کسان ځواب ورکولو ته اړ کړو؟ بلې. زه فکر کوم او زما اراده دا ده چې  د ورځې په پای کې په دې باوري شو چې دغسې څه بیاځلې نه پېښیږي.»

د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټه له اوږدې مودې راهیسې له افغانستانه د امریکا د پوځي ماموریت پای په جدي توګه څېړي او تر دې دمه یې د دې هېواد هغه لوړ پوړي پوځي او ملکي چارواکي د دې کمېټې اسعماعیه  ناستو او په اړه یې د پښتنو ځوابولو  ته وربللې.

 په دې کسانو کې افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د امریکا پخوانی لوی درستیز مارک میلي او د دې هېواد د مرکزي قوماندانۍ پخوانی مشر کېنټ مککېنزي شامل دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر افغانستان د امریکا یرغل او بېرته په بېړه وتل یې دواړه د دې هېواد لویه تېروتنه بولي.

د امریکا کانګرس جمهوريپال غړي دغه پلټنه د بایډن ادارې پرضد د نورو قضیو په پرتله اغېزمنه بللې او وايي، سره له دې چې ډېموکراتان د دې قضیې له څېړلو سره  سخت مخالف دي؛ خو وايي، دوی په دې اړه داسې شواهد موندلي چې د کانګرس دغه ډله غړي نه شي کولی سترګې پرې پټې کړي.

خو بل پلو بیا د سپینې ماڼۍ ویاند شرون یانګ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د اېستلو ملاتړ ترڅنګ وايي، یادې پرېکړې د امریکا پوځ ګواښونو ته د رسېدنې په برخه کې غوره موقعیت کې درولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist