Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دې هېواد سناتوران هم اندېښمن کړي

admin by admin
2021/04/21

د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتو نېټه د سیپټمبر ۱۱ مه اعلان کړه، خو شک دادی چې ښايي امریکا له افغانستان څخه د تېر په شان په خپل وخت ونه وځي.

د امریکا د سنا اندېښنه داده که ځواکونه یې له افغانستان بهرشي، ښايي طالبان بیا پر افغان خاوره حاکم شي.

د امریکا د سنا جرګې یو تن سناتور پوجرس وایي: (د بایډن هغه پرېکړه چې له شرط پرته امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه باسي، ښايي مسله به نوره هم ستونزمنه کړي. زه اندېښمن یم چې طالبان به زموږ له وتو وروسته د افغانستان په دیموکرات حکومت ولکه ترلاسه کړي.)

د بهرنیوځواکونو د وتو په اړه د واشنګټن او پینټاګون ترمنځ د نظر اختلاف لاهم پر خپل ځای دي.

جوبایډن غواړي په افغانستان کې اوږده جګړه پای ته ورسوي، خو امریکايي نظاميان وايي چې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه به له سيمې څاري.

د امریکا دفاع وزارت د پاليسۍ مرستیاله امانډه ډوري وایي: (ولسمشر بایډن له ملي امنیت شورا سره په افغانستان کې د سرتېرو له ویستلو وروسته په بېلابېلو سناریو ګانو خبرې کړې دي. موږ ټول ژمن یو چې له افغانستان څخه به د ۲۰۰۱ کال په څېر امریکا ته کوم ګواښ نه پیښیږي.)

د امریکا په سنا کې د مرکزی قومندانۍ مشر جنرال مکینزي بیا وايي چې دفاع وزیر ته به یو درې میاشتینی پلان په نږدې راتلونکې وسپاري، چې له مخې به يې په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه له بهر څخه وڅارل شي.

هغه هم ژمنه وکړه چې امریکایي ځواکونه به د افغانستان څخه وځي.

امریکایي جنرال په افغانستان کې د تاوتریخولي ډېرېدو هم انديښمن کړی.

په ورته وخت کې، د شنونکو نظر دادی که تاوتریخوالی همداسې دوام وکړي له هېواده د امریکايانو د وتلو شونتيا کمزوري کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist