Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څلور کاله پوره شول

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څلور کاله پوره شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/01

پوره څلورکاله وړاندې د اګست په ۳۱ مه جنرال کرېس دوناهیو د وروستي بهرنی سرتېري په توګه له افغانستانه ووت او د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ د وخت قومندان فرانک‌ مک ‌کنزي يې د عکس په خپرولو سره په افغانستان کې د ناټو او امريکا پوځي حضور پای ته رسېدلی اعلان کړ.

د افغانستان حکومت دا تاریخي ورځ بولي او وایي، دغه ورځ دا ثابتوي چې افغان ولس چا ته تسلیمېدونکی نه دی او د خپلې خاورې دفاع لپاره له سر او مال تېریږي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په همدې ورځ وروستي امریکايي عسکر هم د افغانستان له خاورې خپلې پښې سپکې کړې او دا ثباتوي چې د افغانستان خاوره او خلک نه تسخیرېدونکي او د آزادۍ لپاره تر خپل سر او مال تېر دي. دا هم ثابته شوه چې هر اشغالګر چې څومره زور او عصري وسلو سمبال زموږ په هېواد یرغل کړی، د افغانستان د مجاهدو خلکو له سخت مقاومت او جهاد سره مخ شوي او بالاخره د دوی زور، امکانات او ټکنالوژي د ایمان او قوت پر وړاندې شکست خوړلی.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرو څلورو کلونو کې پر پخواني ولسمشر جوبایډن له دې امله سختې نیوکې کړې چې ګني په خونړي ډول يې له افغانستانه د ځواکونو په ايستلو سره د خپل هېواد حیثيت زيانمن کړ.

خو د ځواکونو له خروج وروسته د څلور کالونو په جريان کې د افغانستان حکومت له امريکا سره د سالمو اړيکو لرلو غوښتنه کړې او اوس د دې غوښتنې ترڅنګ ترې دا هم غواړي چې د افغانستان په اړه خپل سياستونه مثبت لوري ته بدل کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: « داسې تاریخي ورځې زموږ راتلونکو نسلونو ته دا پیغام ورکوي چې ترهغو افغانان متحد وي او د هېواد د آزادۍ لپاره قرباني ورکوي، د هر اشغالګر برخلیک به شرمېدلې ماته وي.»

افغانستان د بهرنيو ځواکونو له خروج وروسته هم په تېرو څلورو کلونو کې د لوړو ژورو کوربه دی. د سیاسي چارو شنونکي وایي، حکومت دې له تېرو تجربو په درس اخيستنې سره د خپل پايښت لپاره د ولس مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « باید اوسنی واکمن حکومت دېته توجه وکړي چې دا راغلی ثبات، اقتصاد، سیاست، خپلواکي او ازادي وساتي، سیاست ولوبوی او د سیاست او اقتصاد مختصصینو ته لار ورکړي. یعنې د نظام ساتلو کې باید دومره جدوجهد وشي چې څومره چې د دې ازادۍ په اخیستلو کې شوی و.» 

اوس اساسي پوښتنه داده چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې اصلي هدف څه و او افغانانو ته یې تر شا په میراث څه پرېښودل؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی  سمیر انګار وايي: « یوازې د امریکا د ناکامې پالیسۍ پایله وه. امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم افغانستان ته راغلې وه، خو په پای کې یو بې ثباته او مات شوی نظام افغان ولس ته په میراث پاتې شو.»

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « د دې جګړې له امله زرګونه ملکي وګړي شهیدان شول، کورنه ویجاړ شول، میلیونونه کسان کډوال شول. دوی د بهرنیو مرستو پر بنسټ اقتصاد جوړ کړ، خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم دا اقتصاد هم ړنګ شو. د امریکا په ملاتړ جوړ شوی نظام د فساد له امله کمزوری شو او د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو لپاره یې زمینه مساعده کړه.»

د بهرنيو ځواکونو له وتلو وړاندې شاوخوا پنځه کاله وړاندې له ۱۸ مياشتنيو مذاکراتو وروسته امريکا د اوسني حکومت له پلاوي سره د قطر په دوحې کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه. خو واک ته د اوسني حکومت له رسېدو راهيسې امريکا او د افغانستان حکومت څو ځله يو بل د يادې هوکړې پر نقض تورن کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist