Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له افسرۍ تر روږدوالي؛ د یوه افغان ځوان د ژوند تراژیدي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/05

ملنګ یار د تېر نظام هغه افسر دی،چې شااوخوا ۱۸ کاله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې یې دندې ترسره کړي،خو اوس د روږدو په روغتون کې بستر دی.

د ټوپک یاري ورته د لېونتوب په بیه تمامه شوې او ان داسې وضعیت ته یې رسولی دی،چې اوس غرقې نشې کوي،چې له امله یې د روږدو په روغتون کې بستر شوی دی.

خو له هغې وروسته،چې نظام له منځه  ولاړ او دی په کور شو، نشو ته یې مخه کړه.

ملنګ یار وايي، یو وار یې فکري تمرکز بایلود او له هغې وروسته پر نشو روږدی شو.

هغه زیاتوي:«زه خپله په ملي اردو کې وم. ۱۸ کاله مې وظیفه وکړه، ډېر پرې خفه یم. شریفه کورنۍ مې ده،چې وګورې، ټولو زده کړې کړي، یو کس هم روږدی نه دی، ان نصوار هم نه کوي. زه په کې نشه يي شوم، دا هم بده ده. بس چې نظام ختم شو، بدلون راکې راغی. نظام چې ولاړ، شااوخوا یوه نیمه میاشت خو لیونی وم، پر زنځېرونو یې تړلی وم، کوټه کې به یې تړلی وم او بهر به یې نه پرېښودم.» 

دی وایي، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې یې دندې تر سره کړي او له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی وو.

ملنګ یار وايي، بچیانو یې زده کړې کولې،خو چې په کور شو او نشو ته یې مخه وکړه له هغوی هم زده کړې پاتې شوې او اوس په جلال اباد ښار کې د لاس مزدوري کوي.

ملنګ یار زیاته کړه:«زامن مې له دولسمه خلاص شول،کمپېوټر یې داخله وکړه، نور درسونه مې هم پرې شروع کړي ول، هغه هر څه پاتې شول. اوس د دې وس نه لرم، چې درس پرې ووایم. هغوی اوس په بازار کې جوار پخوي او پلوري یې.» 

ملنګ یار وایي،هغه وخت چې په وظیفه کې وو،کورنۍ به ورسره ښه چلن کاوه، خو اوس یې ان په کور کې له دې امله نه پرېږدي،چې روږدی شوی دی. 

وايي،د هغه نظام عسکر د هیچا نه وو،د دې خاورې لپاره یې عسکري کوله،خو اوس یې ګڼ روږدي شوي.

هغه زیاته کړه:«کله به چې له وظیفې کورته راغلم، ډېر به خوشاله وو، خو اوس له خپل کوره تښتو، کور کې مو څوک نه پرېږدي،چې ته نشه يي شوی یې. باور نه شته دی، کورنۍ هم رانه وېره لري،چې داسې نه لیونی وي او موږ ته ستونزه جوړه کړي.»

ملنګ یار د درملنې په موخه روغتون کې بستر دی،خو وایي دومره نا هیلی دی،چې له دې ژوند ورته هغه د تودو جګړو مرګ غوره وو،چې له شوره یې ان په غوږونو کوڼ شوی دی.

هغه زیاتوي:« دا فکر زموږ په ذهن کې هم نه وه،چې زه به نشه يي شم یا به هم نظام له منځه ولاړ شي.»

له هغې وروسته چې پخوانی نظام سقوط شو او د نظام لیکې ماتې شوې، د ملنګ یار په څېر ګڼ ځوانان بې دندې شول، چې ځینې یې په مرګونو لارو بهرنیو  هېوادونو ته ورسېدل او یا لا هم په لارو کې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist