Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لنډي کوتل کې لاریونونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د خلاصې شي

لنډي کوتل کې لاریونونه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د خلاصې شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، پاکستان له اقتصادي او سوداګرۍ پلوه درنو زیانونو سره مخ دی او له امله یې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه پښتونخوا کې خلکو په  پراخو اعتراضونو لاس پورې کړی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ له وسله والو نښتو وروسته، اسلام اباد د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۲ مه له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې او لاهم د هر ډول تګ راتګ په وړاندې بندې دي.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې سلګونو کسانو چې قبایلي مشران، سوداګر او د بار وړونکو لاریو ډرېوران په کې شامل وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د بند پاتې کېدو په خلاف احتجاجي لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د دوی په ورځني ژوند باندې د لارو بند پاتې کېدو ناوړه اغېزو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې که دا لارې په همدې ډول بندې پاتې شي، د خپلو احتجاجونو لمن به لا پراخه کړي.

دوی د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بندې سوداګریزې لارې دې بېرته پرانیزي.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « خیبر ولسوالۍ کې چې کومه غونډه شوې، د پاکستان له حکومت یې غوښتنه کړې چې افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې بېرته پرانیزي، په ځانګړې توګه د تورخم لاره. په دې غونډه کې د خیبرپښتونخوا سیاسي غړي، سوداګر، ځايي خلک او موټر چلوونکي شامل وو. د دوی نظر دا و چې د لارې بندېدو سره د پاکستان غاړې ته هم ګڼ شمېر خلک اغېزمن شوي او پر کاروبار یې ډېر منفي سیوری پروت دی.»

په ورته وخت کې د ملي عوامي ګوند(اې‌اېن‌پي) مرکزي شورا  د پاکستان د پوځي رژیم له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل د ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا خلکو باندې اقتصادي ګوزار بللی.

د دې ګوند پر ایکس پاڼه  د پاکستان له پوځي رژیم غوښتنه شوې چې دا لارې دې بېرته پرانیزي.

د ملي عوامي ګوند په غوښتنه کې راغلي: « د ملي عوامي ګوند مرکزي شورا د خبرو او ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د ټولو مسایلو پر حل ټینګار کوي. د خېبرپښتونخوا او بلوچستان د خلکو اقتصاد تر ډېره له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی. دا ګوند له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په خلکو اقتصادي ګوزار بولي. ګوند د یادو لارو د ژر تر ژره  خلاصولو غوښتنه کوي.»

له بلې خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، په پاکستان او په تېره بیا په قبایلي سیمو کې رامنځته شوی اقتصادي او سوداګریز ناورین د پاکستان د پوځي رژیم د ناسمو سیاستونو زېږنده دی.

دوی وايي، د دې حالت دوام به د ډیورنډ فرضي کرښې کوزې غاړې ته سوداګر او عام خلک نور هم زیانمن کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي:« په پاکستان کې خلک پر حکومت اعتماد نه لري او حکومت هم داسې کوم کار نه دی کړی چې خلک پرې باور وکړي. حکومت تل د غرور لاره نیولې او خلکو ته یې څه نه دي ورکړي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « د دې لارو له بندېدو سره د پښتونخوا نږدې ۵۰ سلنه خلک له بېکارۍ سره مخ شوي. که د پاکستان حکومت د خپلو خلکو غوښتنې مني، نو باید افغانستان ته قوي تضمین ورکړي.»

تر دې مخکې هم سلګونه کسانو چې قومي مشران، سوداګر او نور خلک په کې شامل وو، ورته احتجاجي لاریونونه کړي وو او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تړل شویو سوداګریزو لارو د خلاصولو غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist