Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 لغمان کې  د غنمو په بدل  کې د سړک جوړنې چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/28

 د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ فرشغان سیمه،چې پنجشېر سره په پوله پرته ده،د اسلامي امارت د مسولینو له لوري د غنمو په بدل کې د  ۱۷ کلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې.

 

ځايي چارواکي وايي، د سیمې خلک به د حشر په دود د سړک چارې سمبالوي او رغوي به یې چې هر کارمن ته به د ورځې لس کیلو غنم ورکول کېږي.

د سیمې خلک په کور دننه د کار کولو او د سیمې رغولو ته خوښ دي او وایي ،د نظام ملاتړ کوي.

دوی وایي،که د بیا رغونې پروژې یې سیمې ته ورشي،هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې مخه یې ډب کړي او په دې ولسوالۍ کې کومه وسلواله ډله نه شته.

د فرشغان سیمې یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ د دې سړک له جوړېدو سل په سلو خوشاله یوو. د دې سړک په جوړېدو سره مو سیمه ابادیږي او مننه کوو.»

د فرشغان سیمې یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« که سپین ږیری دی. که عالم دی. که ځوان دی. که تنکی ځوان دی. زموږ خلک دې ته تیار دي،چې هېڅ مخالف ته که داعش دی، که مقاومت دی دلته ځای نه ورکوو او د ناامنۍ اجازه نه ورکوو. له فرشغانه یې وباسو.»

د فرشغان سیمې  یو اوسېدونکی وايي:«  ان شا الله موږ سل په سلو کې همکار یوو. څوک چې په فرشغان کې تېری کوي، موږ یې پر وړاندې درېږو او هېڅ ډول ستونزه نشته.»

د سیمې د خلکو په خبره چې یاد سړک ورته بسنه نه کوي او باید نورو برخو کې هم ورته خدمات وشي او له نورو سیمو سره یې سیالي برابره شي.

د  فرشغان سیمې یو تن  قومي مشر وايي:«   فرشغان کې بېلابېلې برخې ستونزې لري. لکه: امنیتي، د سړک، ولسوالیو، کلینیکونو، بیارغونې او پراختیايي برخې.»

د پخواني حکومت مسولین چې د یادې پروژې د پیل پر وخت یې خبرې کولې وویل،د فرشغان د سیمې خلک له اقتصادي پلوه کمزوري دي،خو د شته دولت تر شاه کلک ولاړ دي او باید د بیا رغونې کارونه ورته تر سره شي.

د لغمان پخوانی والي عبدالحدي واحدي وايي:« د فرشغان اوسېدونکي بېوزله دي. زموږ سیمه کې مو پر ځمکو اوس کار شروع کړی. خلک یې پوره اخلاص او صداقت لري، ځکه دا زموږ خپل نظام دی. »

د لغمان  والي ذین العابدین عابد وایي، اوس په یاد ولایت کې د بیا رغونې کارونو ته پوره زمنیه برابره ده او یاد ولایت ته دې د بیا رغونې لپاره نړیوالې موسسې د بیا رغونې پروژو د پلي کولو لپاره راوګرځي.

عابد وايي، د دولت شاه ولسوالۍ سړک یې د سیمې د خلکو ګڼې ستونزې حل کولی شي او له دې اخوا د بیا رغونې د ګڼو نورو پروژو پلانونه هم لري.

عابد زیاتوي:« الحمد الله  اوس دا د لله تعالی ډېر لوی احسان دی. نن هغه خلک چې یو بل ته ۴۰ کلونه ماشه په ګوته ناست ول، نن د آبادۍ دپه مشوره کې ناست دي، چې څنګه دا سړک آباد کړو؟ له سړک وروسته څنګه کانالونه آباد کړو؟ له  کانالونه وروسته څنګه پلونه آباد جوړ کړو.»

په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لورې هغو سیمو ته لوې لارې جوړېږي او د بیا رغونې کارونه په کې تر سره کېږي،چې په تېرو شل کلونو کې یوازې پاتې شوي او هیڅ ډول خدمات ورته نه دي تر سره شوي.

خلک د اسلامي امارت په دې اقدام خوښ دي،چې اولیت هغو سیمو ته ورکوي،چې وړاندې ورته کار نه دی شوی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist