Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لغمان کې د اوبو یوه ستره شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لغمان کې د اوبو یوه ستره شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/30

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ او د دې ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې د شاخوا ٣٩ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو  یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

مسوولین وایي، د لمریزې برېښنا دغه شبکه د اوبو ١٧ زېرمې لري چې له  څښاک سربېره به د ١٢٠ هکټاره شاړو ځمکو د خړوبولو لپاره هم ترې ګټه واخیستل شي.

د لغمان د اوبو او انرژۍ رییس شېرجان راشدي وايي: « پر دې پروژه ۳۸ میلیونه، ۴۸۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، ۲ زره ۴۴۸ متر مکعب زېرمه کولی شي  او ۱۲۰ هکټاره کرنیزې ځمکې ته اوبه رسوي.»

د سیمې اوسېدونکي وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دوی د اوبو ستونزه حل شي او هیله من دي چې مسوولین دې دغه ولسوالۍ کې لا نورې پروژې هم پلې کړي.

د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی ذاکر الله وايي: « تر ټولو مهمه ګټه یې د شاتو مچیو لپاره ده، دوی ته به ښه فصل برابر شي. بله ګټه یې دا ده چې له بارانونو سره به دا خوړونه راتلل، خو اوس به مهار شي.»

د قرغیو اوسېدونکی اختر شاه وايي: « موږ له اسلامي امارت خوښ یو چې موږ ته یې داسې پروژې راوړې دي. له دې پروژې سره دا شاړې ځمکې او دښتې شنې شوې.»

مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې ورته پروژې به د دې ولایت په ټولو هغو سیمو کې پيل کړي چې اوسېدونکي يې له وچکالۍ سره مخ دي.

د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني وايي: « ولایتي اداره ژمنه کوي چې دا ډول پروژې به نورې هم پيل کړي. دا پروژه به تقویه شي، ترڅو خپل ثمر او نتیجې ته ورسېږي.»

سره له دې چې لغمان دوه سیندونه لري، خو ډېرشمېر سیمې د اوبو نه شتوالي له امله د وچکالۍ څپه ځپي او د دې سیمو اوسېدونکي د اوبو پرمهارولو سربېره له مسوولو ادارو د ورته پروژو د پيل غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist