Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: افغانستان کې د هېڅ هېواد پوځي حضور د منلو نه دی

لاوروف: افغانستان کې د هېڅ هېواد پوځي حضور د منلو نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د روسیې په پلازمېنه کې د مسکو فارمټ اوومه ناسته د سې ‌شنبې په ورځ پيل شوه او د اميرخان متقي په مشرۍ د افغانستان حکومتي پلاوي هم په کې رسمي ګډون کړی.

پرانسغونډه کې روسي چارواکو د بګرام پوځي اډې ته د امریکا احتمالي راتګ په تړاو اندېښنو ته جدي غبرګون وښود او د افغانستان خاورې ته يې په هره پلمه د امريکا او يا کوم بل هېواد راتګ نه منونکی اقدام وباله.

د دوی په باور، په افغانستان کې بيا د کوم هېواد پوځي حضور او يا هم په دې پلمه ورته د تجهيزاتو لېږدول د نويو سيمه ‌ييزو بې ‌ثباتيو او جګړو لامل کېږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي: « موږ بیا ځل پر دې ټینګار کوو چې په هېڅ صورت د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو خاورې ته د هر درېیم هېواد د پوځي تاسیساتو لېږد په قطعي ډول نه منونکی اقدام ګڼو.»

د روسیې ټاس خبري اژانس په دې اړه یوه راپور کې ویلي، لاوروف له امریکا او لوېدیځ غوښتي چې له افغانستان سره د تقابل او بیاځل ښکېلتیا له مسیره ووځي، پرې لګولي اقتصادي بندیزونه لغو کړي او پر ځای دې يې هغه ورانۍ جبران کړي چې د تېر شلن کلن پوځي حضور پر مهال یې د افغانستان اقتصاد او تأسیساتو ته اړولي.

لاوروف دغه ‌راز په افغانستان کې بشري وضعیت ناوړه بللی او د کابو کولو په موخه یې د مرستو سیاسي کول او د ډونرانو او مرسته کوونکو هېوادونو له لوري د هر راز سیاسي شرط تحمیلول نه منونکی بللی.

په ورته مهال، د روسیې بهرنیو چارو وزیر په مهمو سیاسي پروسو کې د افغانستان د شمولیت غوښتنه هم کړې او دا یې د سیمې د اقتصادي ودې، امنیت او پرمختګ لپاره مهم بللي.

د روسیې بهرینو چارو وزیر زیاته کړې: « موږ په دې باور یو چې د سیمې امنیت او پرمختګ په ټولو سیاسي پروسو کې د کابل ګډون او شمولیت، څو اړخیز ګډون او ګډو اقتصادي پروژو ته اړتیا لري.»

اژانس دغه راز په خپل راپور کې زیاته کړې، د مسکو فارمټ په روانه ناسته کې به د افغانستان ملي امنیت، ملي پخلاینې او له هېوادونو سره د کابل د اړیکو او تعامل پر پراخېدو هم بحثونه وشي.

د ټاس خبري اژانس راپور کې راغلي: « تمه ده چې د مسکو فارمټ ګډونوال به په افغانستان کې د ملي امنيت، ملي پخلاینې او په بېلابېلو برخو کې د کابل او سیمې هېوادونو ترمنځ د تعامل او اړیکو پراخېدو په تړاو بحث وکړي.»

د چارو شنونکي بیا د مسکو فارمټ په سږنۍ ناسته کې د افغانستان پلاوي ته رسمي بلنه او غړیتوب ورکول په خپله د کابل بهرني سیاست لپاره امتياز ګڼي.

د دوی په خبره، د بهرنیو چارو وزیر باید په دې ناسته کې ګډونوال هېوادونه د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته راوبولي او له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د راوتنې لپاره قوي لابي ګري وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ‌ګل څمکنی وايي: « په دې ډول ناستو کې افغانستان ته رسمي ونډه ورکول، د افغانستان د بهرني سیاست حیثیت لوړوي. دا یو مثبت بدلون دی او له امیرخان متقي څخه مو هیله دا ده چې د مسکو فارمټ غړیو هېوادونو څخه د افغانستان رسمیت پېژندنه وغواړي.»        

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « ښکاره خبره ده چې دوی دا اجنډا لري چې افغانستان سره څنګه اړیکه جوړه کړي، ډېپلوماټیک تعامل څه ډول وکړي او دغه راز د امنیت او سولې په اړه به خبرې کوي، ځکه دوی ضرورت لري.»          

مسکو فارمټ ناسته په لومړي ځل په ۲۰۱۷زېږدیز کال د روسیې له خوا جوړه شوه. دا ناسته د افغانستان په تړاو د ګډو بحثونو او خبرو پلټفورم دی چې موخه یې د ملي پخلاینې او سولې د هڅو چټکول ښودل شوي. افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، چین، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبېکستان هېوادونه د دې فارمټ غړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist