Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
‌قومي مشران: ولس د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو سره د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ شوي یو

‌قومي مشران: ولس د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو سره د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ شوي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/12

د هېواد په لرې پرتو سيمو کې پر نورو ستونزو سربېره ډېر کله پر روغتیايي مرکزونو نیوکې دا وي چې یو شمېر يې ودانۍ نه لري او ځینې يې د درملو له کمښت سره مخ وي، خو په دې وروستیو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت ستونزه ډېره احساس کېږي.

ځینې قومي مشران له طب پوهنځي څخه د يو شمېر محصلینو په فراغت غونډه کې شکايت کوي چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې روغتیايي مرکزونه د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

دوی وايي، د حکومت له لوري د نجونو پر زده کړو او تحصيل له محدوديت سره په لرې پرتو سيمو کې د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه لا ډېره شوې.

په خبره یې، د یادې ستونزې هواري په موخه سرپرست حکومت ته پکار ده، څو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دراوزې پرانېزي.

قومي مشر بریالی کاکړ وايي « تېره ورځ مو حساب کړل، سره له دې چې ستونزې او محدویتونه لرو، ۴ سوه بابه نوې ودانۍ پرانېستل شوې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوي.»

بل لورته، فارغ شوي ډاکټران له سرپرست حکومت غواړي چې دوی ته کاري فرصتونه برابر او په بهرنیو هېوادونو ته د تخصص په موخه ولېږل شي.

فارغ شوي ډاکټران وايي؛ په روغتیايي مرکزونو کې د نارینه وو په څیر ښځینه ډاکټرانو ته هم اړتیا لېدل کیږي.

فارغ شوی محصل عبید خانزاده وايي: « له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د هېواد په هره سیمه کې هر افغان ته د طبي زده کړو ترڅنګ د نورو عصري زده کړو زمینه هم برابره کړي.»

یو بل فارغ شوی محصل ثناالله عفت ورته خبره کوي او زیاتوي، « کله چې یوه مور له زده کړو څخه پاتې کېږي داسې ده لکه ټوله کورنۍ چې له زده کړو پاتې شي. موږ له اسلامي امارت څخه هیله لرو چې د نارینه وو په څیر ښځو او نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.»

هڅه مو وکړه د نجونو د زده کړو او تحصيل په تړاو د حکومتي ادارو او اړوند چارواکو نظرونه هم واخلو، خو زموږ اړيکې يې ځواب نه کړې.

ورته مهال د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په تېرو کلونو کې په روغتیايي مرکزونو کې ستونزې وي، خو په خبره يې په دې وروستیو کې يي په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي؛ چې تر ډېره بریده يي ستونزې کمي کړې.

د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئيس عبدالله وايي: « هره ولسوالۍ کې یو کلینیک وي یا دوه وي، په دغو کلینیکونو کې یا ښځینه ډاکټرانې نه شته یا هم کمې دي. د ورځې په لړ کې ښځینه ډاکټرانې د نوکریوال په توګه راځي خو د شپې له مخې بیا نه وي. موږ په ولسوالۍ کې بستر لرونکی روغتون نه لرو؛ ښايي دغه شان ډېرې لرې پرتې ولسوالۍ وي چې ښځینه ډاکټرانې ونه لري.»

د سرپرست حکومت د روغتیا وزارت وايي، په روغتیايي برخه کې لسګونه کسان د زده‌کړو لپاره له هېواد نه بهر استولي چې په راتګ سره به يې په روغتیايي مرکزونو کې شته ستونزې راکمي شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist