Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي

قمي: له افغانستانه څه باندې ۳۰۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته رسېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/26

د تهران او کابل ترمنځ وخت ناوخت د ابو پرسر لفظي شخړې رامنځته شوې دي او ایران ډېر ځل ادعا کړې چې ګواکې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت د ۱۳۵۱ هوکړې ته ژمنتیا نه لري.

خو تازه ایراني رسنیو ، په افغانستان کې د ایران ولسمشر ځانګړي استازي  او سفیر حسن کاظمي قمي له قوله ویلي، روان کال یې هېواد ته له افغانستانه ۳۰۰ میلیونه مترمکعب اوبه رسېدلي.

قمي له ایراني رسنیوسره په خبرو کې ویلي، د متقابل چلن او د افغان لوري د ژمنو له مخې تمه لري چې  د روان کال ترپایه خپله ټوله حقابه ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت له خواه تېرکال درې اصلاحي اقدامات ترسره شول ، چې یو اقدام یې غیر موثر و، چې له امله یې د کمال خان بند څخه خوشې شوې اوبه د نیمروز په ولایت کې شاړو دښتو په لور ولاړې او دغه راز ویلی شم ، چې دوه نور اقدامات یې موثر وو، او د دې لامل شو چې د ۳۰۰ میلیونه مترو مکعبو څخه زیاتې اوبه د ایران سیستان ولایت ته وبهیږي.»

که څه هم له دې وړاندې ایران په وار وار افغانستان د خپلې حقابې په  نه ورکولو تورن کړی، خو سرپرست حکومت وړاندې له دې هم ویلي، ایران ته د حقابې په ورکولو کې ژمنتیا لري.

سرپرست حکومت وایي، که د افغانستان سېندونه ترخپل ظرفیت ډېرې اوبه ولري نو هڅه کوي تر خپل توان حقابه پرځای کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« هو! موږ هغه تعهد ژمن یو، بل اوبه هم شته دي، اوبه پیدا شوي، سږ کال ورښتونه ډېر ښه ول، زېرمو کې یو څه اوبه ټولې شوې او هغه به ورکول کېږي، څومره چې زموږ په توان کې وي، یو څه ته باید ټولو متوجې واوسي، وچکالۍ چې په افغانستان کې تېره شوې، یوه مثمتره او څوکلنه وچکالي ده، دا په یو کال ورښتونو باندې نه پوره کېږي، نو باید انتظار وکړو، هغه څه مو چې په توان کې وي، هغه به خامخا کوو او هغه چې په افغانستان کې اوبه کمښت کوي، هغه باید دوی هم ومني. راتلوونکو کلونو کې هېله من یو، چې وچکالي ختمه شي او دغه اوبه به بیا پوره ورکول کېږي.»  

افغانستان او ایران د هلمند سېند د اوبو تړون په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک کړی، چې له مخې یې افغانستان په کال کې ۸۲۰ میلیونه مترمکعب اوبه ایران ته ورکړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو مساله د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي او مثبت اغیز لرلی شي، خو ټینګار لري چې کابل او تهران دې یاده مساله  دقیقه وڅېړي او  پر پخوانۍ هوکړې دې له سره غور وشي ترڅو افغانستان خپلې د اړتیا وړ د اوبو کچه تشخیص کړي اود ایران حقابه هم پرځای کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه اجمل زرمتی وايي:« د دغه تړون شاوخوا ۵۰ کاله تېر شوي، بیا کتنې ته یې اړتیا شته، چې دا باید وکتل شي او بیا د واقعیتونو پر اساس چې دېخوا ته د افغانستان په خاوره کې پراته دي، د افغانستان سېند باید وکتل شي،چې څومره اوبه په دغه شتون لري او واقعا دا اوبه د افغانستان لپاره کفایت کوي او که نه؟  نو ټول دغه مسایل باید وڅېړل شي او له هغې وروسته یوه نوي تړون ته اړتیا شته، ترڅو له ایران سره ښې او پیاوړې اړیکې ولرو.»

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان ډېری سیمې له تېرو پرله پسې درېیو کلونو سختې وچکالۍ ځپلي او له امله یې د هلمند د سېند اوبه تر هغې کچې هم کمې شوي چې داخل افغانستان کې تقاضا دې پوره کړي، خو سږکال په ډېری ولایتونو کې د ورښتونو له امله  د هلمند د سېند په ګدون په نورو سېندونو کې هم د اوبو کچه یو اندازه لوړه شوې او له دې سره له افغانستانه د ایران سیستان ته د اوبو بهیدو کې ډېروالی راغلی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist