Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي

قمي: د افغانستان کړکېچ هواري کې د سیمې هېوادونواقدامات ګټورنه دي ثابت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/19

په افغانستان کې د امريکا کړنو په تړاو د ايران بهرنيو چارو وزير حسین اميرعبداللهيان له څرګندونو وروسته، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان ستونزو په حل کې د نړيوالو پرهڅو نيوکه کړې.

قمي د  ستونزو او ننګونو د حل په برخه کې له سيمې بهر هېوادونو اقدامات تر اوسه ګټور نه دي ثابت شوي او په خبره یې که دا وضعيت داسې دوام وکړي، ننګونې به تر اروپا هم ورسېږي.

قمي زیاته کړې: « تر اوسه د افغانستان د کړکېچ او ننګونو په هواري کې د سیمې هېوادونو اقدامات ګټورنه دي تمام شوي او د دې وضعیت په دوام به اروپا هم له ننګونو سره لاس او ګرېوان شي.»

قمي همداراز ویلي، چې ایران چمتو دی څو په افغانستان کې له بېلابېلو اړخونو سره د سلا مشورو پر اساس اروپا سره د همکارۍ پر یوې داسې نقشې کار وکړي، چې د افغانستان خلکو او هېواد د ګټو پر اساس نوې همکاري تعریف کړي.

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د قمي څرګندونو ته په پام سره وایي، چې ایران غواړي د تېر په څېر له دوه‌ګوني چلن په استفادې په افغانستان کې خپل اهداف تعقيب او ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « هر هېواد خپلې ملي ګټې لري، ایران هم غواړي چې د افغانستان له روانو حالاتو سیاسي ګټه واخلي، له یوې خوا پر نړۍ غږ کوي چې نړۍ د افغانستان په تړاو پاتې راغلې. هو! په رښتیا هم دا یو تریخ حقیقت دی چې نړۍ تراوسه افغانستان پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو له ایران هم دا پوښتنه کېږي چې تاسې هم د نړۍ د یوه غړي هېواد په توګه، ایا تاسې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی؟ حال دا چې تاسې وايي موږ له افغانستان سره خوږې اړیکې لرو.»

خو ځېنې نور بیا د قمي خبرو په تائید سره وایي، نړیوالو خپل مسوولیتونه د افغانستان په وړاندې نه دې ترسره کړي او په خبره یې لا یې هم د افغانستان وضعیت له ستونزو سره مخ کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله شمال وايي: « د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو اړینه ده چې افغانستان د خلکو ملي او دیني ارزښتونو ته په پام سره، د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې چې د افغان ملت له روحیې سره سمون ولري، باید ومنل شي او د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ یوه همغږي رامنځته شي، څو افغانستان له دغو ننګونو او ناورینونو چې ورسره مخ دی؛ خلاص شي.»

قمي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې لا هم په دې هېواد کې هره ورځ د افغان کډوالو د ځورونې او په جبر د اېستلو خبرونه خپرېږې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist