Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قمي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي

قمي: امریکا د افغانستان ناامنه کولو لپاره د داعش ډلې ملاتړ کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/18

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له ایرنا ایراني رسنۍ سره په مرکه کې تور پورې کړی چې امریکا په افغانستان کې د خپلې شرمناکې ماتې سره سره د ترهګرۍ او په ځانګړې ډول د داعش خراسان ډلې ملاتړ کوي.

قمي په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا په غېر مستقیم  ډول لاهم افغانستان کې ښکېل ده او د دې هېواد ناامنه کول ورته لومړیتوب لري.

قمي زیاتوي: « امریکا په افغانستان کې د بې ثباتۍ سیاست پرمخ وړي، د ترهګرۍ پراختیا له دې ډلې داعش خراسان د امریکا له لوري په لار اچول شوې پروژې دي، چې د دې هېواد د بې ثباتۍ لپاره یې ملاتړ کوي.»

د ایران ځانګړي استازي پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره خپلې لیدنې ګټورې ګڼلي او ویلي یې دي، چې تهران او اسلام آباد د کابل د حالاتو د ښه کولو لپاره له کابل سره د خبرو اترو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي.

له سیمې باخبره څېرې بیا په افغانستان کې د امریکا د لاسوهنو په تړاو د ایران اندېښنې په بشپړ ډول سمې نه ګڼي او ټینګار کوي، چې ایران له امریکا سره د خپلو رقابتونو پاللو له امله افغانستان په دې مساله کې راګډوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « امریکا د افغانستان په ناامنۍ او ځېنو مسایلو کې د خپلو خاصو موخو لپاره کېدای شي لاس ولري؛ خو د ایران دا خبرې هم بې مطلبه نه دي او غواړي خپل حریف امریکا ته یو پیغام ورسوي او افغانستان کې افغانان راوپاروي، چې دلته بیا نیابتي جګړې جوړې کړي او افغانان بیا د ایران او نورو هېوادونو شرق او غرب قرباني کړي؛ نو ایران دې اول  خپل امنیت جوړ کړي، که له امریکا سره کومه ستونزه لري نو په مستقیم ډول دې خپله ورسره حل کړي او که جګړه ورسره کوي نو میدان ته دې ودانګي، نور دې له افغانانو سره غرض نه لري، دوی خپله مساله درک کوي چې له امریکا سره څه ډول خپلې اړیکې جوړې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی  واحد فقیري وايي: « زما په نظر امریکا په افغانستان کې ثبات غواړي او په همدې خاطر هم له طالبانو سره مرستې کوي او له مخالفینو سره یې مرسته نه کوي؛ خو په دې کې هم شک نشته چې امریکا په ایران او منځني ختیځ کې داعش تقویه کوي، اړیکې ورسره لري او دا په دې خاطر کوي چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو له جنایتونو او بربریته د خلکو پام بلې خوا ته واړوي.»

یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي چې امریکا په سیمه او په ځانګړې توګه افغانستان، ایران او پاکستان کې ثبات نه غواړي او په کار ده چې دا هېوادونه د خپلو مسایلو د حل لپاره ګډې کمېټې او هوکړې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار ستانکزی وايي: « د دغې بې ثباتۍ  لپاره باید دوی درې اړخیزه کمېسیون ولري او خپل مسایل خپله هوار کړي. خپل مسایل دې نه انګرېزانو او نه امریکایانو ته وړاندې کوي، ځکه دوی تل هڅه کوي چې په افغانستان، ایران او پاکستان کې بې ثباتي رامنځته کړي.»

ایران داسې مهال په افغانستان کې د امریکا له لوري د ترهګرۍ د ملاتړ ادعا کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د هېڅ وسله والې ډلې حضور نه دی تائيد کړی او ټینګار کوي، چې د داعش خراسان پر وړاندې یې قوي او بریالۍ مبارزه کړې .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist