Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې یو ځل بیا د کابل او وشنګټن ترمنځ خبرې پیل شوي 

admin by admin
2021/10/10

د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ یو پلاوی،چې د د استخباراتو مشر هم په کې شامل و، له کابله دوحې ته تللی دی. 

دوحه کې د امريکايي استازو او طالبانو د پلاوي تر منځ مذاکرات روان دي،چې ټاکل شوې نن به هم دوام وکړي.

امریکايي پلاوي ویلي،له طالب استازو سره لیدنه اوخبرې د افغانستان د نوي نظام د رسمیت پیژندنې په مانا نه دي،بلکې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې مسله به د بحث موضوع وي.

امریکايي پلاوی :« په دې ناسته کې د طالبانو حکومت ته په مشروعیت ورکولو او د رسمیت پيژندلو په تړاو بحث نه کېږي. موږ تر دې وړاندې هم په ښکاره ډول ویلي، د طالبانو حکومت د رسمیت پيژندل د دوی کړنو پورې اړه لري.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی،چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ لېدنه کیږي.

  واشنګټن ټینګار کړی  دی،چې په دې ناسته کې به پر طالبانو فشار راوړي،چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

امریکايي پلاوی :« موږ پر طالبانو فشار راوړل غواړو،ترڅو هغوی د ښځو په ګډون  د ټولو افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي. دا ناسته د هغو ناستو دوام دی،چې له طالبانو نه په کې غوښتنه شوې وه،چې د مهمو ملي ګټو د ساتلو په موخه عملي اقدامات وکړي.» 

اسلامي‌امارت ویلي، دوحې ته تللی پلاوی به له  قطري چارواکو سربېره د نورو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

اخوا د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا په اوسنیو شرایطو کې دغه سفر مهم بولي او تمه لري چې مثبتې پایلې به ولري.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي:« له کابله قطر ته د تللي پلاوي سفر مهم او مثبت دی،ځکه امریکایان غواړي،چې د ژمي په رارسیدو سره له افغانانو سره بشري مرستې وکړي،چې دا کار همغږۍ ته اړتیا لري او دېته ورته په یوشمیر نورو مسایلو به خبرې وشي. تر ټولو ښه اقدام دا دی،چې دغه سفر د افغانستان د بهرني سیاست د دستګاه له ادرسه ترسره کېږي،چې پایلې به یې مثبتې وي.»

له کابل تللي پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر  امیرخان متقي کوي او په پلاوي کې ورسره مله د استخباراتو مشر عبدالاحق وثیق، داطلاتو او کلتور وزارت چارسمبالی وزیر خیرالله خیرخواه، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال، شیخ شهاب الدین دلاور او حاجي محمد ابراهیم شامل دي.

د مالوماتو له مخې، په قطر کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ روانې خبرې به دوه ورځې دوام وکړي او د یکشنبې ورځې تر ماښامه به پایته ورسیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist