Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې د اسلامي امارت چارواکو د امریکا او بریتانیا له استازو سره لیدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/01

د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او مل پلاوي د امریکا متحده ایالتو له ځانګړي استازي توماس وېسټ، د خزانې له چارواکو او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له استازو سره کتلي دي. 

د افغغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي،په دغو دوه ورځنیو لېدونو کې د مخدره توکو  مخنیوي، افغانانو ته د ښه ژوند او د روږدو د درملنې په تړاو هم خبرې شوي.

تکل  زیاته کړه:« د بهرنیوچارو  وزیر مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ لوړ پوړی پلاوی د امریکا متحد ایالتو له  ځانګړي استازي توماس ویسټ او مل پلاوي سره چې په ترکیب کې یې د سپنې ماڼۍ، د خزانې وزارت، یو.ایس.ای.آی. ډي او یو شمیر نورو ادارو لوړپوړو استازيود قطر په مرکز دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته ترسره کړه.» 

تکل پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، د  بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي یې د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارتر سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه والي یې ټینګار کړی دی. 

هغه زیاته کړې:« د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د  افغانستان لپاره د بریټانیا  شارژدافیر هوګو شارتر سره وکتل، بریټانوي چارواکو افغانستان کې وروستۍ زلزلې په تلفاتو خواشیني څرګنده کړه، ډاډ یې ورکړ، چې افغانستان کې به  د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو کې د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي.» 

خو له اسلامي امارت سره د نړیوالو پیکه اړیکو پوښتنې پیدا کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، ورته ناستې اغیزناکې دي، خو پر وینا یې اسلامي امارت باید د دوه اړخېزو ګټو په پام کې نیولو او د پوره چمتو والي او اجنډا سره برخه واخلي.

قطر کې له امریکايي استازو سره په اقتصادي برخه او د کنګل شو پيسو به اړه هم خبرې شوي، بهرنیو چارو وزارت وایی،د بریټانیات او امریکا متحده ایالتو  استازو ورته ډاډ ورکړی دی، چې په افغانستان کې به د هېڅ هغه ډلې ملاتړ ونه کړي،چې په زوره او په تاوتریخوالي د واک ترلاسه کولو هڅه کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist