Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالي په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې او زیاتوي چې استانه د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو ده.

سریک ژومانګارین د دغو هڅو اصلي موخه د ډېپلوماټیکو لارو کارول او د تاوتریخوالي پای ته رسول ګڼلي.

په داسې حال کې چې له دې وړاندې ترکیې، متحده عربي اماراتو، قطر او ایران هم د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي او امنیتي ناندریو د حل په موخه د منځګړیتوب ورته وړاندیزونه کړي دي.

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین زیاته کړې: «موږ د کابل او اسلام اباد ترمنځ روان کړکېچ باندې خواشیني یو. دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې او کشالې د خبرو له لارې حل کړي او همدا یې د حل معقوله لاره ده. موږ هم چمتو یو چې د دواړو هېوادونو منځګړیتوب وکړو.»

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سریک ژومانګارین دغه راز ویلي، قزاقستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې د ډسمبر په وروستیو کې د هغوی نوم له خپل تور نوملړ څخه ایستلی بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې هم ورځ تر بلې په پراخېدو دي.

نوموړی زیاته کړې، د دواړو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شوي او دا یې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو یوه بېلګه بللې او ټینګار  یې کړی چې د رسمېت پېژندلو مسله به هم په خپل وخت سره وشي.

سریک ژومانګارین په دې اړه زیاته کړې: « زموږ هېواد لومړنی هېواد و  چې د اسلامي امارت نوم یې له خپل ملي تور نوملړ څخه لرې کړ. دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او رسمي تعاملاتو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. اوس د دواړو هېوادونو  سفارتونه پرانستي دي او کابل سره زموږ سیاسي او اقتصادي اړیکې تر بل هر وخت پیاوړي شوې. د رسمېت پېژندلو مسله به هم پر خپل وخت حل شي.»

د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر دا هم ویلي چې افغانستان نور ګواښ نه بولي بلکې د سوېلي اسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره یې یو فرصت بولي.

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي و چې له اسلام‌اباد سره د خبرو دروازې پرانستې دي، خو د پاکستان ځینې غوښتنې ریښتینې نه دي او که اسلام‌اباد پر خپلو دریځونو بیا غور ونه کړي، خبرې به هم کومه پایله ونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist