Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قرغېزستان په کابل کې سوداګریز کور پرانست

قرغېزستان په کابل کې سوداګریز کور پرانست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

د قرغېزستان یو لوړ پوړی پلاوی د دې هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر بکیت صديکوف په مشرۍ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره په لیدنو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پیاوړتیا او پرمختګ خبرې کړې.

د افغان او قرغېزي چارواکو ترمنځ ناسته کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د قرغېزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر ترمنځ ترسره شوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پرزیاتوالي، د ټرانزیټ پر پراختیا او همدا راز د بهرنۍ او مشترکې پانګوونې پر جلب او جذب خبرې شوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې لیدنه کې دواړو خواوو پر ځینو مهمو موضوعاتو لکه د سوداګرۍ د حجم ډېرولو، د مشخصو صادراتي توکو ټاکلو، د ټرانزیټ پراخولو او د ټرانزیټي هوکړه لیکونو لاسلیکولو،  بهرنۍ پانګونې جذبولو، د تجارتي نندارتونونو، کنفرانسونو او ناستو جوړولو او دغه راز د ګډ کاري ګروپ ترمنځ د منظمو ناستو جوړولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.»

بله خوا، قرغېزستان په کابل کې د سوداګرۍ یو کور یا مرکز هم پرانیست چې حکومت یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او پیاوړتیا لپاره ګټور بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په کابل کې د قرغېزستان د سوداګریز مرکز پرانیستنه کولی شي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ اړیکې لاټینګې او د مشترکې پانګوونې لپاره زمینه برابره کړي.

اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: « د دې سوداګریز کور پرانیستل د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او بنسټیز کولو لپاره یو مهم ګام دی او د همکارۍ پراختیا، د سوداګریزو تبادلو زیاتولو، د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو اسانتیا او د ګډو پانګونو هڅولو لپاره لاره هواروي.»

افغان پانګوال په کابل کې د قرغېزستان د سوداګریز کور پرانیسته د هېواد اقتصادي او سوداګریز پرمختګ په برخه کې مهم ګام ګڼي او زیاتوي، د دې کور په وسيله کولی شي  په افغانستان کې بهرنۍ پانګوونې ته لا زیاته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د کرنۍ او مالدارۍ خونې مرستیال حاجي میرویس حاجي زاده وايي: « د دې کور پرانستل به د افغانستان او قرغېزستان ترمنځ د اړیکو د پل حیثیت غوره کړي. موږ اوس هم قرغېزستان ته صادرات لرو، خو که هڅه وشي او فرصتونه برابر شي، موږ کولی شو د افغانستان مېوې او ترکارۍ دغه هېواد ته صادر کړو. قرغېزستان یو له هغو هېوادونو دی چې کچالو په کې زیات مصرف لري او موږ کولی شو له دې فرصت ګټه واخلو.»

همداراز، د افغانستان او قرغېزستان د سوداګرۍ وزیرانو د هغو تړونو پر تطبیق هم ټینګار کړی چې اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په موخه موده وړاندې قرغېزستان ته د افغان پلاوي د سفر پرمهال له دې هېواد سره لاسلیک شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist