Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: تېرکال د ټرافیکو پېښو له امله نږدې ۸ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

قانع: افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او د برېدونو توان نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/28

د دولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو په لړ کې پرون سې شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۶مه) د کورنیو چارو وزارت خپلې یوکلنې راسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې له بل هر وخت امنیتي وضیعت ښه دی او هېڅ داسې ډله نه شته، چې د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، په افغانستان داعش ډله په بشپړه توګه ځپل شوی او د برېدونو توان نه لري.

قانع زیاتوي:« داعش ختم شوی او سراسري امنیت ټینګ دی. زه ټول ولس ته ډاډ ورکوم، چې دغه پدیده نوره نه شته او نه د برید کولو توان لري.»

دغه وزارت په ټولنه کې د پولیسو د رول لا اغیزمنتیا او مسلکيتوب په موخه د ځانګړي  څلور کلن ستراتیژیک پلان له جوړېدو خبر ورکوي او وايي، د همدې سند پر بنسټ چارې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري وايي: « د هېواد اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو، د کورنیو چارو وزارت په ټولنه کې د پولیسو اغېزمن رول او امنیت په اړه د یوه متخصص ټیم پر مټ څلور کلن سټراتیژيک پلان چمتو کړی او دغه پلان له تېر یوه کال راهیسې د کورنیو چارو وزارت د ټولو فعالیتونو بنسټیز لارښود ګڼل کېږي.»

قانع وايي، په ټول هېواد کې د جنايي جرمونو کچه ۳۰ سلنه راکمه شوې او د مجرمانو د نیولو په تړاو د پولیسو د کشف کچه له ۹۰ سلنو پورته شوې ده.

قانع زیاتوي:« ملي پولیسو د جنايي جرمونو په تړاو د تېر کال په پرتله ښه فعالیت درلود او له امله یې د هېواد پر کچه د جرمونو کچه ۳۰ سلنه ټیټه شوې. د پولیسو ځواکونه بریالي شوي، چې د جرمونو په کشف کې ۹۰ سلنه پرمختګ ولري.»

دغه وزارت د عوایدو له زیاتېدو هم خبر ورکوي او وايي، په تېر یوه کال کې له ۱۳ میلیارده افغانیو زیات عواید راټول شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د چارواکو په خبره، دغه عواید د پاسپورټونو او پېژندپاڼو د وېش ترڅنګ وسلو ته د قانوني جواز ورکولو او نورو اسنادو د وېشلو له لارې راټول کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي: « کورنیو چارو وزارت په تېر یوه کال کې ۱۳ میلیارده ۴۷۱ میلیونه افغانۍ عواید له خپلو خدماتي څانګو لکه د عامه ساتنې تصدۍ، پاسپورټ او ټرافیکو ریاستونو، د وسلو او زرهي موټرو د جواز له لارې راټول کړي او د دولت خزانې ته سپارلي دي.»

د دغه وزارت په راپور کې راغلي، چې په تېر یوه کال کې له ۵۵ زرو زیات سوالګر راټول شوي، چې له ډلې یې څه باندې ۲۵زره مستحق او نږدې ۳۰ زره یې مسلکي سوالګر تثبیت شوي دي.

عبدالمتین قانع په دې اړه وايي: « د سوالګرو ټولولو پروسې له پيل راهیسې ۵۵ زره ۳۶۳ تنه سوالګر له ټول هېواد راټول شوي، چې له ډلې یې ۲۵ زره ۸۷۸ تنه مستحق او ۲۹ زره ۴۴۷ نور حرفه يي سوالګر تثبیت شوي دي.»

په ټوله کې، کورنیو چارو وزارت وايي شاوخوا ۲۵۰ زره پولیس لري، چې اوسمهال د امنیت په ټینګولو او د قانون پر پلي کولو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist