Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قاسمي: هرو لسو افغانانو کې یو تن پر نشه يي توکو روږدی دی

قاسمي: هرو لسو افغانانو کې یو تن پر نشه يي توکو روږدی دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/01

د کورنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې لاهم میلیونونه تنه پر نشه يي توکو روږدې دي او له ډلې يي د زرګونو کسانو درملنه روانه ده.

د دغه وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي مرستیال عبدالرحمان قاسمي وايي، په تېرو درېیو کالوکې  له ۱۰۰ زرو  د زیاتو کسانو درملنه شوې او ۹۵ سلنه يي رغېدلي هم دي.

د قاسمي په خبره، افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر ته ښکته شوی او پر وړاندې يې جدې مبارزه روانه ده.

قاسمي په دې اړه وايي:« له بده مرغه دغه عمل زموږ په ټولنه کې نسبت نورو ټولنو ته ډېر دی. له محتاطۍ سره سم، زموږ په هرو ۱۰ تنو کې یو کس معتاد دی او اټکل کېږي چې ۴ میلیونه معتادان لرو. له هر معتاد کس سره لږ ترلږه ۷ تنه نور متضرر کېږي.»

د کورنیو چارو وزارت د قران شریف نسخه هم نندارې ته وړاندې کړه چې د نشه يي توکو له کارونې د یوه رغېدلي کس له خوا په لاس لیکل شوې.

ورته مهال، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالحق همکار وايي، «آغوش» حمایوي او درملیز مرکز کې د ۵ زرو تنو روږدو کسانو درملنه روانه ده چې د درملنې تر څنګ ورته دینې زده کړې هم ورکول کېږي.

د همکار په خبره، د دغو کسانو له ډلې ۳۲ تنو د قرآن کریم حفظ بشپړ کړی او د پاتې کسانو زده کړې روانې دي.

اخوا له نشو رغېدلي کسان هم خوښ دي چې د رغېدو ترڅنګ یې قرآن شریف هم حفظ کړی دی.

 دوی له چارواکو غواړي چې د درملنې له مرکزونو تر رخصت کېدو وروسته کاري فرصتونه ورته برابرشي؛ ترڅو بیا ځل پر نشه يي توکو روږدي نه شي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې معین همدارنګه وویل، په ټولو ولایتونو کې د روږدو کسانو د راغونډولو لړۍ پیل شوې او د ټولو به درملنه کېږي.

نوموړي له رغېدلو کسانو غوښتنه وکړه چې بیا ځل د نشه يي توکو کارولو ته مخه نه کړي او هغه څه  ته ادامه ورکړي چې دلته یې زده کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist