Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فیصل: د سولې په نوم کومه پروسه نه لرو

admin by admin
2020/05/16

افغان حکومت وايي دسولې په نوم کومه پروسه نشته او په دې برخه کې یوازې انفرادي هڅې روانې دي .

د افغانستان امنیت شورا وايي طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه لیک کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي نه یې زندانیان خوشې کړل او نه یې هم تاوتریخوالی کم کړ، نو ځکه اوس د سولې په نوم هیڅ کومه پروسه نه شته او یوازې انفرادي هڅې روانې دي .

د ملي امنیت شوار وايي هیله لري چې دغه انفرادي هڅې د سولې په پروسې بدلې شي .

امنیت شورا لاهم ډاډه نه ده چې طالبانو سره تر سولې وروسته به په افغانستان کې امنیت ښه شي او اندیښنه لري چې د طالبانو ناراضي قومندانان به له داعش ډلې سره یوځای شي .

دغه شورا وايي طالبان د افغانستان ملي امنیت ته ستر ګواښ دي .

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل داسې وویل (( تر اوسه د سولې کومه پروسه نه ده پيل شوې او نه هم د سولې په نوم کومه پروسه لرو. د سولې لپاره انفرادي هڅې روانې دي چې بالاخره دغه هڅې د سولې په پروسې بدلېدای شي او موږ کولی شو دغه هڅې په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه پیل ونوموو.)) 

لاهم افغان حکومت ډاډه نه دی چې له طالبانو سره د سولې وروسته به په افغانستان کې په واقعي توګه امنیت راشي او ددغې ډلې هغه مشران چې له سولې سره مخالف دي له داعش سره نه یوځای کیږي .

جاوید فیصل داسې وویل (( مهمه ده چې موږ په دې ډاډه شو چې د طالبانو نا راضي ډلې دداعش تر بیرغ لاندې فعالیت نه پيلوي، له سولې وروسته افغانستان ته سوله راځي او د افغانانو بې ځایه وینه  توېدنه درېږي.))

امنیت شورا وايي طالبان د افغانستان ملي امنیت او د دوی متحدینو ته ستر ګواښ دي او له نورو ترهګرو ډلو او د سیمې استخباراتو سره د دوی اړیکو لاپسې جګړه پیچلې کړې ده.

د امنیت شورا ویاند وویل (( طالبان لا هم د افغانستان ملي امنیت او د افغانستان متحدینو امنیت ته یو ستر ګواښ دی. دوی لا هم د سیمې استخباراتي او د نړۍ وسله والو ډلو او استخباراتو سره فعاله اړیکې لري او دغه اړیکې یې د افغانستان د سولې خرابېدو او د افغانستان د بربادۍ لپاره استفاده شوې دي.))

د ملي امنیت شورا وايي په تیره یوه اونۍ کې د طالبانو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې  د تېرو ۷ ورځو په موده کې ۷۹ ملکیان وژل شوي او ۲۱۸ نور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

په تېره یوه اونۍ کې افغان ځواکونو هم پر طالبانو بریدنه کړي چې پکې سلګونه تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist