Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: ځینې جهتونه له افغانستان سره عقده پالي او نړۍ ته یې ناسم تصویر وړاندې کوي

فطرت: ځینې جهتونه له افغانستان سره عقده پالي او نړۍ ته یې ناسم تصویر وړاندې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/13

اسلامي امارت د افغانستان په تړاو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د خبرو په غبرګون کې وايي، بېلابېل جهتونه له افغانستان سره عقدې پالي اوهڅه کوي چې په نړیواله کچه د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، افغانستان امن هېواد دی، واحد مرکزي نظام لري اوهېڅ ډول خپل سرو ډلو ته په کې د فعالیت اجازه نه شته او نه هم خپل سرې ډلې په کې حضور لري.

حمدالله فطرت د منیر اکرم څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، د ملګرو ملتونو په دغسې ناستو کې د افغانانو استازی حضور نه لري او د افغانستان اړوند مسایلو ته له واقیعتونو لرې د نورو له عینکو کتل کېږي.

د فطرت په خبره، ملګرو ملتونو ته پکار ده چې د افغانانو استازی ومني او د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

فطرت زیاتوي، له دې سره به د افغانستان په تړاو د ناسمو مالوماتو وړاندې کېدو مخه ونیول شي او نړۍ به له واقیعتونو خبر ترلاسه کړي.

فطرت په دې اړه وايي: « د ملګرو ملتونو هغه غونډې چې زموږ له حضور پرته ترسره کېږي، له شک پرته زموږ په زیان دي او بله دا چې په دغو ناستو کې د بل چا له عینکو د افغانستان قضیو ته کتل کېږي او دا له واقعیت ډېر لرې وي. متأسفانه بېلابېل جهتونه په دغو ناستو کې له افغانستان سره خپلې عقدې پالي اوهڅه کوي د افغانستان ناسم تصویر وړاندې کړي. واقعیت دا دی چې افغانستان یو امن هېواد دی، واحد نظام په کې حاکم دی او ټوله جغرافیه یې د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې ده. دلته هېڅ ډول خپلسرې ډلې نه شته او نه هم د فعالیت اجازه لري. ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ ومني، د افغانستان د خلکو حق ورکړي، ترڅو په دغو ناستو کې سم قضاوت وشي او د عقده مندو اړخونو پروپاګند ته زمینه مساعده نه شي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوهان بیا نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه د واقیعتونو درک ته رابولي او وايي، ملګري ملتونو نه باید د افغانستان په تړاو د سیمې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ قضاوت وکړي.

د دوی په خبره، اړتیا ده چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د واقیعتونو پر بنسټ تعامل ته ورسیږي او اجازه ورکړي چې افغانستان د تېر په شان، یوځل بیا د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي.

د ساسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « نه باید نړیواله ټولنه د افغانستان عیني واقعیتونه د سیمې د ځینو استخباراتي کړیو له مخې قضاوت وکړي. ښه خبره دا ده چې نړیواله ټولنه او افغانستان د یوه مثبت تعامل له لارې یوې نتیجې ته ورسېږي، ترڅو افغانستان لکه څرنګه چې پخوا په نړیواله ټولنه کې یو فعال غړی و، بیا هم فعال غړی پاتې شي.»

د شنونکو غوښتنه داده چې ملګري ملتونه باید په دې سازمان کې د افغانستان څـوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري، ترڅو د افغانستان په تړاو د دې سازمان په ناستو کې د استخباراتي کړیو د تبلغاتو مخنیوی وشي.

دا چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانانو ته ولې نه سپارل کېږي، د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار یې لامل د ملګرو ملتونو نا بې طرفي بولي.

افغانیار زیاتوي:« د نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو نهايي موخه په حکومتوالۍ کې د خپلو ستراتیژيکو سیاسي موخو ترلاسه کول او د نړۍ د هغو زبرځواکونو هېوادونو د استخباراتي پروګرامونو پلي کول ده چې په ملګرو ملتونو کې د وېټو حق لري.»

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیراکرم د امنیت شورا په ناسته کې تور پورې کړ چې په افغانستان داعش په یوې ستونزې بدل شوی او همدا راز په دې هېواد کې ۲۰ ترهګریزې ډلې فعالې دي چې ټولې د سیمې لپاره ګواښ دي، خو اسلامي امارت بیا دغه ډول څرګندونې پروپاګند اوعقده پالنه بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist