Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: له ازبېکستان سره مو اړیکې مثبتې دي

فطرت: له ازبېکستان سره مو اړیکې مثبتې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/04

د اسلامي امارت چارواکي د کابل او تاشکند اړيکې په ښه حالت کې بولي او زياتوي چې دواړه لوري د يادو اړيکو د پراختيا په هڅه کې دي.

دوی دغه څرګندونې د ازبېکستان ملي امنيت شورا مرستيال عبدالعزيز کامللوف هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې ويلي يې دي هېواد يې له اسلامي امارت سره تعامل د رغنده اړیکو او همکاریو پر اساس کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، اوسني حکومت د رسميت پېژندنې ټول معيارونه پوره کړې او له همدې کبله په دې هڅه کې دي چې له ازبېکستان سره اړيکې ان د رسميت پېژندنې تر کچې ورسوي.

فطرت په دې اړه وايي: « ازبېکستان یو له هغو هېوادونو دی چې دا مهال له افغانستان سره ښې اړیکې لري. د سیاسي تعاملاتو کچه مو خورا لوړه ده، هلته زموږ سفیر رسما منل شوی او خپل باور لیک یې ولسمشر ته سپارلی. زه په دې باور یم چې یو علني دا خبره کول چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، خو دغه په خپله د رسمیت پېژندنې هغه لوړ حد دی چې سفیر منل کېږي.»

عبدالعزي کاملوف دا هم ويلي، په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په سلا مشورې د  اسلامي امارت رسمیت پیژندلو لپاره اړتیا ده.

هغه له ایشنچ خبري وب‌سایټ سره په یوې ځانګړې مرکې کې زیاته کړې چې په افغانستان کې له اوسني سرپرست حکومت سره سیاسي تعامل د رسمیت پیژندلو لپاره نه، بلکې د رغنده اړیکو او همکاریو په موخه دی.

کاملوف زیاته کړې:« د طالبانو د رسمیت پیژندلو مساله او موضوع مطرح نه ‌ده. د رسمیت پیژندلو مساله به په یوه مناسب وخت کې ترسره کوو چې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سلا، مشوره او خوښه په کې موجوده وي. خو اوس باید ووایم چې له سرپرست حکومت سره خبرې اترې او سیاسي تعامل یوازې او یوازې د رغنده اړیکو او همکاریو لپاره دي.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړې ده چې د ازبېکستان او افغانستان تر منځ اوسنۍ اړیکې د متقابلو ګټو او درناوي پر اساس ولاړې دي او دواړه لوري هڅه کوي چې د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌ کړي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې ازبېکستان تل هڅه کړې څو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مثبتې اړیکې ولري.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګلی څمکنی وايي:« که چېرې د دواړو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې شي، نو دا به بلاخره پر ډېپلوماتیکو اړیکې بدلې شي. لکه اوس چې په مسکو کې، په  بېجینګ کې همدارنګه په هند کې زموږ د استازو منل دي، له پاکستان سره هم زموږ اړیکې تقریبا ښې شوې، له شارژدافیر د سفیر کچې ته اړیکې لوړې شوې دي.»

ازبېکستان په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی چې له سرپرست حکومت سره مثبتې سیاسي اړیکې لري او لاهم هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو له افغانستان سره رغنده همکارۍ او اړیکې وپالي، خو تر اوسه پورې یې اسلامي امارت پر رسمیت نه ‌دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist