Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/14

له تېرو څه باندې درېیو کالونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو او په تېره بيا له پاکستانه د افغان کډوالو په جبر را ایستلو لړۍ پيل شوې او تر اوسه یې په بېلابېلو پړاوونو کې سلګونه زره افغانان په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.

که څه هم د یادو هېوادونو دا پرېکړې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې، خو د ریاست الوزراء اداري مرستیال پر مشرۍ د ۱۲ کاري کمېټو له لارې د راستنېدونکو لپاره په جوړو شویو کمپونو کې د اړتیا وړ هر اړخیز امکانات او د اوسېدلو اسانتیاوې برابر شوې دي.

د اسلامي امارت مرسیتال ویاند حمد الله فطرت وايي، د راستنېدونکو هر اړخیزو ستونزو د حل لپاره په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي چې له دې جملې په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۵ هغو طرحې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري بشپړې شوې او په ۸ ولایتونو کې د دې ښارګوټو د جوړولو چارې له ټولو معیارونو سره سم پیل شوې هم دي.

فطرت پهې دې اړه وايي:« د افغانستان اسلامي امارت راستنېدونکو کډوالو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه په ۳۱ ولایتونو کې ۵۸ ښارګوټي په پلان کې درلودل چې له دې جملې یې تر اوسه په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۵ ښارګوټو طرحې او نقشې نهايي شوې دي، د اړوند مسوولینو له لوري په ولایتونو کې د ښارګوټو جوړولو افتتاح شوې او مستحقو کسانو ته د نمرو وېشلو لړۍ ادامه لري. دغه ښارګوټي چې د کور او ښار جوړونې وزارت د ماسټر پلان له مخې ډیزاین شوي، په کې به هېوادوالو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرېږي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې دایمي ښارګوټو کې سړکونه، فرعي لارې، ښوونځي، مدرسې، روغتیایي مرکزونه او د پاکو اوبو سیسټمونو ته ځانګړې پاملرنه شوې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « د دوی د دایمي استوګنې لپاره تر اوسه پورې ۵۸ ښارګوټي په پام کې نیول شوي او د کډوالو حجم او شمېر ته په کتو، ښايي دا شمېر نور هم زیات شي. همدارنګه له هغو افغان زده کوونکو چې زده کړې ترې نیمګړې پاتې وي، رسما ً د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا پوهنې وزارت او نورو تعلیمي نهادونو ته ورپېژندل کېږي، ترڅو خپلې زده کړې بشپړې کړي. د کاري فرصتونو په برخه کې هم د راستنېدونکو مهاجرینو زده کړې او کاري مهارتونه د راستنېدنې پرمهال ثبت کېږي او بیا ورته د کار زمینه برابرېږي.»

د کډوالو د حقونو یوشمېر مدافعین راستنېدونکو ته د سهولتونو په رامنځته کولو کې د سرپرست حکومت هڅې ستایي او په خبره یې، په دې برخه کې دې د سرپرست حکومت ترڅنګ نړیواله ټولنه هم خپل مکلفیتونه ترسره کړي.

د کډاولو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « د زیات شمېر افغان کډوالو بېرته راستنېدل یوه لویه ننګونه او په ورته حال کې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت هم دی. د ښارګوټو جوړولو او له نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ په تړاو د اسلامي امارت هڅې د ساتنې وړ دي. د شغلي امنیت تضمین او د ژوندانه د شرایطو ښه کېدل داوطلبانه بېرته راتګ ته د کډوالو د هڅولو او اندېښنو کمولو کیلي ده.»

د کډوالو د حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « په تورخم او سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته کمپونه جوړ شوي او د ژوندانه او کار اسانتیاوې په کې چمتو شوې دي. د ښار جوړونې وزارت هم په ۲۵ ولایتونو کې د ښارګوټو جوړولو طرحې چمتو کړې دي، ټرڅو دغه کسان په کې مېشت کړي.»

بل لور ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تازه شمېرې ښيي چې د روان کال د اپریل میاشتې له پیل راهیسې نږدې ۱۷۲ زره کډوال له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي چې ډېره برخه یې له پاکستان راغلي او په لنډمهاله کمپونو کې هر اړخیزې اسانتیاوې ورته رامنځته شوې دي.

د کډوالو او را ستنېدونکو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه وايي: « د روان میلادي کال د اپریل میاشتې له اول تاریخ د مې میاشتې تر ۱۲ تاریخ پورې، ۱۷۱ زره ۹۳۷ تنه مهاجران له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته راستانه شوي. له دې ډلې ۱۲۸ زره ۴۸ تنه له پاکستان، ۴۳ زره ۷۵۲ تنه له ایران او ۱۳۲۲ تنه هم له ترکیې هېواد راستانه شوي دي. د دغو راستنو شویو مهاجرینو لپاره د هېواد په سرحدي او فرضي سیمو کې لنډمهاله کمپونه جوړ شوي او په کې ټولې اړینې اسانتیاوې، روغتیايي کلینیکونه، تشنابونه،حمامونه، د پاکو اوبو او برېښنا سیسټمونه او نور اړین خدمات وړاندې کېږي.»

د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ زېږدیز کالونو کې څه باندې یو میلیون کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي چې اسلامي امارت یې هر اړخیزو ستونزو ته رسېدنه کړې.

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وایي، د پاکستان له مختلفو زندانونو یې تازه ۳ زره۳۷۲ تنه افغان وګړي آزاد کړي او هېواد ته یې را ستانه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist