Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: تېرو دوو کلونو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ څه باندې ۷۰۰ لویې او کوچنۍ شخړې حل شوي

فطرت: راتلونکې مياشت به افغانستان کې د کاسازر پروژې عملې چارې پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/10

ټاکل شوې ده، چې راتلونکې مياشت په افغانستان کې له منځنۍ اسيا سوېلي اسيا ته د انرژۍ د لېږد کاسازر پروژې د تطبيق عملي چارې پيل شي.

چارواکي وايي، د يادو کارونو د پيلېدو په اړه په ترکيې کې د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان، پاکستان او نړيوال بانک استازو ترمنځ ناسته شوې او د دوه ورځنيو بحثونو په پايله کې يې هوکړه شوې، چې په راتلونکې اپریل کې په افغانستان کې د کاسازر پروژې د طبيق عملي چارې پيل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « تېره ورځ د کاسازر پروژه، چې له منځني اسیا سوېلې اسیا ته د برېښنا د لېږد یوه مهمه پروژه ده، د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه، نړیوال بانک د دې پروژې مالي ملاتړ کوي او ان شاءالله چارې به یې عملاً د راروانې میاشتې په پای کې پيل شي. د کاسازر پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کیلو مترو په اوږدوالي د کندز له شېرخان بندره پیل او د ننګرهار تر تورخمه به بشپړ شي.»

سرپرست حکومت د افغانستان په حدودو کې د يادې پروژې د تطبيق لپاره بشپړ چمتووالي ښيي او زياتوي، د کاسازر پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د ۱۲۵۰ کیلومټرو په اوږدوالي سره د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي او له دې پروژې به پاکستان زر میګاواټه برېښنا او افغانستان درې سوه میګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د کاسازر پروژه د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې اړین رول لري  او هم به د سیاسي ثبات د پياوړي کېدو لامل شي او هم به افغانستان له سیمې سره د اتصال په محور بدل کړي.»

په ټوله کې کابو څه کم یو اعشاریه دوه مېلیارد ډالره د دغې پروژې لګښت اټکل شوی او نړيوال بانک يې د ورکړې زمواري اخېستې.

د اقتصادي چارو کاروپوهان د دې پروژې پلي کېدل د افغانستان او سیمې د هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بولي.

اقتصاد پوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « د کاسازر پروژه د سیمې تر ټولو لویه پروژه ده، کله چې دا پروژه پیل شي افغانستان ته د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا سربېره له منځنۍ اسیا هېوادونو څخه سوېلې اسیا ته برېښنا د لېږد د نوو لیکو دهلېز پرانیزې او دا به هېواد ته ډېر ګټور تمام شي.»

د کاسا زر پروژې بحثونه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هغه مهال پيل شول، چې قرغزستان او تاجکستان غوښتل له خپلې اړتیا زیاته برېښنا پر افغانستان او بیا له همدې لارې پر پاکستان وپلوري.

د کاسا زر پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي سره د کندز له شیر خان بندر څخه د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist