Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: د مسکو له هغې پرېکړې هرکلی کوو چې غواړي اسلامي امارت د ترهګرو له لېست وباسي

فطرت: د مسکو له هغې پرېکړې هرکلی کوو چې غواړي اسلامي امارت د ترهګرو له لېست وباسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

د افغانستان اسلامي امارت یوځل بیا ټینګار کړی چې له ټولې نړۍ سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، کابل د هېوادونو ترمنځ پر سیاسي تعامل باور لري او دا د ټولو لوریو پر ګټه بولي؛ په همدې موخه د مسکو له هغې پریکړې هرکلی کوي چې غواړي د اسلام امارت نوم د ترهګرۍ له لېست څخه وباسي.

د فطرت  په خبره، نور هېوادونه هم باید ورته ګام پورته او تعامل ته را وړاندې شي.

هغه په دې اړه وايي: « د روسیې فډراسیون دا پرېکړه د ستایلو ده چې غواړي اسلامي امارت د دې هېواد د ممنوعه ډلو له لېست وباسي. موږ دا د اړیکو د پراختیا او تعامل په برخه کې ګټور ګام بولو. د افغانستان اسلامي امارت پر تعاملاتو باور لري او د ټولو پر ګټه یې ګڼي. ښه به دا وي چې نور هېوادونه هم ورته ګامونه پورته کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په کابل کې د یوشمېرهېوادونو د سفارتونو فعالیت او له اسلامي امارت سره اړیکو ته په کتو، تمه کېږي چې نږدې راتلونکي کې به د سرپرست حکومت د سیاسي اړیکو لمن لاپسې پراخه شي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار په دې اړه وايي: « سره له دې چې نړۍ افغانستان پر رسمیت نه پېژني، خو بیا هم له نړۍ سره اړیکې پراخې شوې او سیاسي پرمختګونه شوي دي. په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه خلاص دي او یو شمېر هېوادونو په کابل کې هم خپل سفارتونه پرانستي دي. د نړۍ هېوادونه د امریکا او ناټو ګواښونو ته ګوري، زه ډاډه یم چې دا اړیکې به نږدې وخت کې نورې هم ټینګې شي.»

ځېنې نور بیا په دې اند دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت په تړاو د مسکو له دغې پرېکړې سره به سیمه کې ډاډ رامنځته او سیاسي تعامل ته به زمینه برابره شي؛ خو له لوېدیځ سره د افغانستان د ستونزو حل لپاره باید د مسکو فارمټ په څېر ځانګړې تګلارې جوړې شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « دا چې مسکو اعلان کوي د ترهګرۍ له لېست د سرپرست حکومت مشران باسي، دا یو ښه پرمختګ دی او له دې سره به د تعامل لپاره زمینه لاپراخه شي. له دې پرېکړې سره په سیمه کې ډاډ رامنځته کېږي، د همکارۍ او همغږۍ روحیه پياوړې کېږي. زما په اند، ورته ناستې کولی شي له سیمې سره د اسلامي امارت ستونزې حل کړي خو له لوېدیځ او په ځانګړې توګه امریکا، ناټو تړون، اروپايي ټولنې او اسلامي هېوادونو سره زموږ د اړیکو ښه کېدو لپاره باید په ورته فارمټونو کې خبرې وشي او شته واټن له منځه یوړل شي.»

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود د ملي ګټو پربنسټ له نړۍ او سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ټینګښت مهم بولي او وايي، باید  دغه اړیکې جوړې شي.

د د مسعود په باور، نړۍ هم افغانستان ته اړتیا لري خو په کار ده چې دواړه لوري د دغو اړیکو ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

هغه زیاتوي:« په اوسنیو شرایطو کې له هرڅه وړاندې دا غوره ده چې افغانستان د یوه مثبت تعامل په چوکاټ کې له ټولې نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي. زموږ ملي ګټې ایجابوي چې له نړۍ سره روابط ولرو. نړۍ هم اړتیا لري چې د خپلو ګټو لپاره له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي. زه هیله من یم چې د دغو اړیکو جوړولو لپاره نړیواله ټولنه او سرپرست حکومت دواړه کار وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د نجونو زده کړې او د ښځو کار د شرط په توګه وړاندې کړي، هغه څه چې اسلامي امارت یې د افغانستان داخلي ستونزې بولي او زیاتوي چې په دې اړه څرګندونې کول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist