Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: د افغانستان پر یوه لوېشت ځمکې هم له چا سره معامله نه کوو

فطرت: د افغانستان پر یوه لوېشت ځمکې هم له چا سره معامله نه کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/22

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو پرله پسې څرګندونو او خبرداریو ته په اشارې، جدي غبرګون وښود.

فصیح الدین فطرت د هوايي ځواک او هوايي دفاع پوهنتون د درېیو تنو پیلوټانو په فراغت غونډه کې د بګرام اډې په تړاو له امریکا سره خبرې او په دې اړه خپرې شوې ګنګوسې په کلکه رد کړې.

نوموړي وايي، د اسلامي امارت حکومت په افغانستان کې هېڅ بهرنی پوځي حضور نه زغمي او نه هم په دې اړه له چا سره جوړجاړی کوي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصېح ‌الدین فطرت وايي: « په دې وروستیو کې د ځینو کسانو له خوا ځینې داسې کېږي چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه په خبرو بوخت دي او دا چې تعامل کوي او غواړو د سیاسي تعامل لارې دا ځای بېرته ترلاسه کړي. زه خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې دا هېڅ امکان نه لري چې زموږ حتا په یوه لوېشت خاورې له چا سره معامله وکړو.»       

نوموړی دغه راز وايي، افغانستان د امریکا په شمول د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر ملي ګټو ولاړې دوستانه اړیکې غواړي، خو په خبره يې د هېڅ زبرځواک زورواکۍ ته هم نه تسليمېږي.

هغه زياتوي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له هېوادونو سره د دوستۍ غاړه نیولې، خو هر یرغل او یرغلګر یې د مبارزې او مقاومت له لارې د خاورې پرېښودو ته اړ کړي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز په دې اړه وايي: « موږ پر خدای(ج) تکیه کړې او له هېڅ زبرځواک څخه وېره نه لرو. موږ دا خبره په تېر شل کلن جهاد کې ثابته کړې هم ده. موږ هېچا ته اړتیا هم نه لرو چې راشي او زموږ له خاورې ساتنه او دفاع وکړي بلکې موږ افغانان خپله دا وړتیا لرو.»

فطرت د ملي دفاع وزارت ځواکونو له لوري د هېواد پر هوايي او ځمکنۍ بشپړتیا د پوره واک او کنټرول لرلو ډاډ ورکړی او په دې اړه یې د بل هېواد سره معامله خوب او خیال ګڼلی.

نوموړی ادعا کوي چې افغانستان باتجربه او پیاوړي هوايي او ځمکني ځواکونه لري چې په هر ډول سختو شرایطو کې د خاورې د ساتنې او حراست جوګه دي.

فصیح‌الدین فطرت زیاته کړې: « موږ اوس هم د دې وړتیا لرو چې د خپلې خاورې له هرې لوېشتې دفاع وکړو. په نږدې راتلونکي کې به زموږ ځمکه او هوا له هر ډول تېرې خوندي وي. موږ دا وړتیا لرو او د خپل هېواد ساتنې لپاره د بل چا تعامل ته اړتیا نه لرو.»

د اسلامي امارت د پوځ لوی درستیز دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې پنجشنبې په ورځ په بریټانیا کې خبریالانو په ته په خبرو کې د بګرام پوځي اډې د بېرته نیولو خبره وکړه او ويې ویل چې په دې اړه يې کار هم پیل کړی.

نوموړي تازه د دې اډې د بېرته نه سپارلو په صورت کې اوسني حکومت ته د ناڅرګندو منفي پایلو ګواښ هم کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist