Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو

فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/08

وروسته له هغې چې روسیې د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پیژندنې اعلان وکړ، اوس اسلامي امارت وايي، له امریکا سره یې د خبرو اترو لپاره دروازې پرانیستې دي او هر وخت د خبرو او مذاکراتو زمینه ورته برابره ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، سرپرست حکومت له امریکا سره په تماس کې دی او دغه اړیکې په دوحه کې د افغانستان د سفارت او سیاسي دفتر له لارې تنظیمېږي.

فطرت په دې اړه وايي: « له امریکا سره هم زموږ د خبرو او ډیالوګ چینل خلاص دی. په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او سیاسي دفتر هغه چینلونه دي چې له لارې یې موږ وخت ناوخت له امریکا سره اړیکې لرو.»

حمد الله فطرت له شمشاد سره په مرکه کې د نورو هېوادونو ترڅنګ له امریکا هم غوښتي چې له اسلامي امارت سره دې رسمي تعامل ته را وړاندې شي.

فطرت زیاته کړې، امریکا دې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني او دغسې پرېکړې نه یوازې دا چې د دواړو هېوادونو بلکې د ټولو په ګټه دي.

 هغه زیاته کړې:« د امریکا په ګډون پر ټولو هېوادونو غږ کوو چې د افغانستان له اسلامي امارت سره رسمي تعاملاتو ته را مخکې شي، اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني. دا ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو بلکې د ټولو هېوادونو پر ګټه دي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دې کې شک نه شته دی چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې او په تېره بیا له امریکا سره د خبرو لپاره دروازې خلاصې پرې اېښې دي، خو د رسمیت پېژندنې په برخه کې نړیوال خپل ځانګړي شرایط لري.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا چې اسلامي امارت په دوحه کې رسمي سفیر لري، د هغه په واسطې سره له ټولې شرقي او غربي نړۍ سره خبرې اترې کوي او د مذاکراتو دروازه یې تل پرانیستې ساتلې ده، خو د نړیوالو غوښتنې هم واضېح دي. هغوی د بشري حقونو مساله یادوي، دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصول، همدارنګه ښځو ته د اسلام او افغاني عرف په رڼا کې اجازه ورکول شامل دي.»

د افغانستان سرپرست حکومت ډاډ ورکوي چې د خپل متوازن، بې پرې او اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ هېڅ هېواد ته به پر بل هېواد ترجېح نه ورکوي، له ټولو سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

د چارواکو په خبره، د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه ټولو هېوادونو ته مثبت پیغام لري او له همدې امله دې نور هېوادونه هم د خپلو ګټو پر بنسټ له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې ټینګې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist