Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه کې د ۶ پراختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

فراه کې د ۶ پراختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

د فراه انار درې ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې د سوداګرو په مالي ملاتړ بشپړې او ګټه اخیستنې ته و سپارل شوې.

د مسوولینو په وینا، د یادو پروژو موخه د خلګو ژوند ښه کول او د یادې ولسوالۍ پراختیا ده چې په کې د جامع جومات، تفریحي پارک، ځوانانو لپاره د معیاري ورزشي لوبغالی جوړول او د سړکونو کانکرېټ اچول شامل دي او د دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ ترې برخمنې شوې.

سوداګر محمد ابراهیم حبیب ‌یار وايي: « له دې څخه هم د سترو خدمتونو هوډ لرو، په ځانګړې توګه د انار درې ولسوالۍ د خلکو لپاره. همدارنګه موږ غواړو هرات ښار کې هم د ۵ میلیون ډالرو په ارزښت لوی مسجد جوړ کړو. دغه راز په پلان کې لرو چې د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان مسجد هم په عصري بڼه له سره جوړ کړو.»

د پروژو پلي کولو مسوول عبدالحق صدیقي وايي: « دغه ستر سپورټي لوبغالی چې تاسو په کې ولاړ یاست، همدارنګه یوه ورودي دروازه، مسجد او د سړکونو اسفالټ کول هغه پروژې وې چې نن موږ ګټه اخیستنې ته وسپارلې.»

د انار درې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دغو پروژو هرکلی کوي او وایي، د دې پروژو په عملي کېدو سره د خلکو ځینې ستونزې کمې شوې دي.

 دوی له حکومته غواړي چې په لرې پرتو ولسوالیو کې د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د فراه انار درې ولسوالۍ اوسېدونکی عطاالله محبي وايي: « لکه څرنګه چې موږ تاسو نن په انار دره ولسوالۍ کې د ګڼو پروژو د پرانستنې کوربه یو، همداسې باید لاس په لاس کې ورکړو، ترڅو مو هېواد د آبادۍ په لوري لاړ شي.»

بله خوا، مسوولین ټینګار کوي چې د سوداګرو او خصوصي سکټور همکاري د هېواد د بیا رغونې په بهیر کې مهم رول لري او هڅه کوي چې په دې ولایت کې د سوداګر په ملاتړ نورو پروژو پلي کولو ته هم زمینه برابره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیات‌الله مهاجر فراهی وايي: « د افغانستان اسلامي امارت سوداګرو، پانګوالو او شتمنو کسانو ته اسانتیاوې برابروي او د دوی امنیت خوندي کوي، په دې سره سوداګر هم کولی شي د خیریه چارو په سرته رسولو او خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو کې د خپل نظام او حکومت ترڅنګ ودرېږي. تاسو ولیدل چې نن د خلکو او سوداګرو په ملاتړ څو سترې پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.»

د فراه والي محمد حافظ مجاهد وايي: « موږ د فراه او هرات ولایت له سوداګرو سره نږدې لیدنه درلوده. دوی خلکو ته د سړکونو، مساجدو او نور ځایونو په جوړولو سره ارزښتناک خدمتونه وړاندې کوي. موږ په دې برخه کې د دوی همکار یو او ژمنه کوو چې هر څه مو په وس پوره وي، درېغ به یې نه کړو.»

د فراه  اناردرې ولسوالي د فراه ښار شمال ته په ۷۵ کیلومترۍ کې پرته ده چې له پنځوس زرو څخه ډېر اوسېدونکي په کې ژوند کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist