Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراه کې د بې سرپرسته ښځو له کړاوونو ډک ژوند

فراه کې د بې سرپرسته ښځو له کړاوونو ډک ژوند

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/03

د فراه ولایت اوسېدونکي ۳۳ کلنې زینب په تېرو جګړو کې خپل خاوند له لاسه ورکړی او اوس د ۶ ماشومانو پالنه ورله غاړې ده.

 زینب وايي، د خپلو ماشومانو مړولو او پالنې لپاره هېڅ نه لري.

د زینب په خبره، نه یوازې د خوراک او پوښاک لپاره څه نه شته، بلکې د اوسېدلو لپاره مناسب ځای هم نه لري او له دې امله تل ځورېږي.

زینب زیاتوي، د خپلو بچیانو د مړولو او نفقې لپاره اړه ده چې د سړکو پرمخ له خلکو خیرات راټولولو ته لاس اوږد کړي، ترڅو اولادونه یې ماښام وږي وېده نه شي.

هغه په دې اړه وايي: « وروره! دا ماشومان باید سرپرست او خپل کور ولري، ترڅو په کې واوسېږي. دلته مې هم نه پرېږدي، وايي بل ځای لاړه شه. حتا که یوه خټینه کوډله هم وي چې دا ماشومان په کې ژوند وکړي.»

د دغې بېوزله ښځې د اولادونو له ډلې تر ټولو مشر د هغې اته کلن زوی محمد دی. لوی ارمان يې سرپناه لرل او ښوونځي کې لوست کول دی.

 د محمد په خبره، زړه یې غواړي د نورو ماشومانو په څېر ښوونځي ته لاړ شي، ډاکټر یا انجنیر شي، خو خپلې بي وسۍ ناهیلی کړی.

د زینب زوی محمد وايي: « غواړم موږ  ته یو سرای راکړي ترڅو شپه په کې تېره کړو. ما په ښوونځي کې شامل کړي ترڅو ډاکټر یا انجینر شم.»

دا یوازې د زینب کورنۍ نه ده چې په فراه ولایت کې ژوند بې کوره، بې سرپرسته، بېوزله او تریخ تېروي، بلکې دې ته ورته نورې ډېرې ښځې او ماشومان شته چې د سرپرست حکومت او اړوند مرستندویه ټولنو مرستو ته يې سترګې دي.

د حلیمې په نوم یو بله بې سرپرسته ښځه وايي: « راته وايي چې خاله سمه نه یې بدبخته شوې، تلفات دې نه دي ورکړي او څوک دې نه دي مړه شوي. هره ورځ دوه درې ځلې راځي، په خدای نن مو پیسې پور کړي ترڅو نجلۍ واستوو.»

د فراه د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شته ستونزو پر حل سربېره وايې، د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۴ زره یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو ته څه باندې ۲۱۰ میلیونه افغانۍ وېشلې دي.
د فراه شهیدانو او معلولینو چارو رییس برهان الدین حلیم وايي: « په مجموع کې ۳ زره ۸۷۷ کسان کېږي، په ۱۴۰۳ کال کې موږ ته مراجعه کړې، خپل اسناد یې طی مراحل کړي. ۲۱۰ میلیونه، ۳۰۹ زره افغانیو په اندازه باندې موږ دوی ته د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له حمل میاشتې تر سنبلې پورې حقوق ور رسولي دي.»

د فراه  شهیدانو او معلولینو چارو ریاست  مسوولینو د مالوماتو له مخې، روان کال په فراه کې۲ زره ۱۱۶ معلولینو ته هم۵۶ میلیونه افغانۍ وېشل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist