Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فراه: سلګونه کسانو  له نظام او امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ

admin by admin
2021/07/03

د فراه ولایت شیخ اوبونصرفراهي اسټیډیوم کې سلګونه، ځوانان، دیني عالمان  او مدني فعالان  راټول  شوي او له نظام او امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ وکړ.

دیني عالم مولوی امیرجان  وايي: «  هغه  کسان، چې نن  په کورونو کې ناست دي، که مجاهد دی، که علماء دي، نن باید راووځي، توره لري، که توپک لري، یا بل هرڅه لري، په اوږه دې کړي، را دې شي، د خپل نظام تر شاه دې ودرېږي او له خپل نظامه دې ساتنه وکړي.»

دوی د هېواد پرنورو ولسونو هم ږغ وکړ، چې د نظام او حکومت په ملاتړ راووځي او خپل غږ  پورته کړي .

دوی ټېنګار وکړ،چې شته بنسټونه باید وساتل شي او هغوی چې د ورانولو نیت یې لري، باید مخه یې ونیول شي.

مدني فعال عبدالجبار جبران وايي:« د یوه ځوان او یوه ښاروند په توګه نن دلته راغلم، ترڅو د افغانستان له اسلامي جمهوري دولته او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړم.»

د فراه والي مسعودي بختور بیا د  ولسونو دغه حرکت ستايي او ټېنګار کوي، چې د اړتیا پر وخت به  ورته امکانات  په واک کې ورکړي .

بختور زیاته کړه:« دا د دې ښارندویي کوي، چې ولس اوس هم د نظام ملاتړی دی. د  خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ترڅنګ ولاړ دي. تاسو ګورئ، چې په بېلابېلو ولایتونو کې ملي پاڅونونه کېږي. دا د دې ښوونه کوي، چې زموږ ولس د خپل دولت او حکومت، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي دي.»

د فراه ځايي خلک وايي، ګاونډي هېوادونه نه غواړي،چې افغانستان کې دایمي سوله او ثبات راشي .

دوی پر خلکو  غږ  وکړ،چې د سولې او دایمي ثبات راتلو لپاره خپل غږ پورته کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist