Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراهي: د رسنیو سیاسي بحثونه د لنډې مودې لپاره بند شوي او ژر به بېرته پيل شي

فراهي: د رسنیو سیاسي بحثونه د لنډې مودې لپاره بند شوي او ژر به بېرته پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/01

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې يو شمېر رسنيو د اقتصادي او نورو ستونزو له امله خپلې خپرونې او فعالیتونه بند کړل.

د رسنيو د ملاتړ سازمانونو د مالوماتو له مخې، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ رسنۍ فعالې وې، خو تازه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين دا شمېره ۳۷۰ رسنۍ ښيي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي له شمشاد سره مرکه کې  رسنۍ یوه ټولنیزه اړتیا بولي او زیاتوي، هغه رسنۍ چې د اسلامي امارت له بیا حاکميت وروسته بندې شوې وې، لسګونه يې بېرته فعالې شوې دي.

فراهي په دې اړه وايي:« دا مهال په هېواد کې ۳۷۰ انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ او آژانسونه فعالیت لري. د اسلامي امارت له راتګ سره په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې نویو رسنیو هم په فعالیت پيل کړی.»

فراهي په ځینو ولایتونو کې د رسنیو د تړل کېدو په تړاو اوازې ردوي او وایي، په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو هېڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی او اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان وګړي حق دی.

د ده په خبره، په رسنيو کې سیاسي خپرونې د لنډ مهال لپاره د ځينو وزارتونو او د خلکو د غوښتونو له مخې بندې شوې او ډېر ژر به په نوې بڼه بیا پیل شي.

فراهي زیاتوي: « د ځینو وزارتونو د شکایتونو او غوښتنو پر اساس باندې چې د دوی لویو پروژو ته لکه څرنګه چې په کار ده، په رسنیو کې انعکاس نه ورکول کېږي. اړینه ده ده چې د هرې ادارې او شخص نوم واخیستل شي، خو ما یې بېلګې تاسو ته وړاندې کړلې. دا موضوع حل ده او ډېر ژر به په نوې بڼه له سره پيل شي.»

همدارنګه، مهاجر فراهي د خبریالانو د خوندیتوب ډاډ ورکوي او وایي، هغه خبريالان چې د مسولو امنيتي ارګانو له لورې توقیف شوي، د رسنیز فعالیت له امله نه بلکې د شخصي تورونو او جرايمو ترسره کولو له امله نیول شوې دي.

فراهي د ټولیزو رسنیو قانون یوه جدي اړتیا بولي او زیاتوي، دغه قانون له بیا کتنې او بدلونونو وروسته د توشېح لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوی دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال وايي: « د محترم مشرتابه امیرالمؤمنین له خوا یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې وه چې په دې برخه کې کار وکړي، کار وشو او ورسول شو، خو له هغې خوا د ځینو ملاحظاتو له امله عدلیې وزارت ته لېږل شوی، عدلیې وزارت دغه ملاحظات له موږ سره شریک کړي دي. زه مشخص نه شم ویلی چې څومره وخت به ونیسي، خو تمه لرو چې ډېر ژر دغه قانون را ورسېږي او موږ یې رسنیو ته ابلاغ کړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین په هېواد کې د فعالو رسنيو شمېر داسې مهال ډاګیز کوي چې تر دې وړاندې رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون په هېواد کې د بریا او نور ټلویزیونونو د خپرونو له ځنډولو خبر ورکړی و.

د یاد کمېسیون په خبره، د دغو ټلویزیونونو د فعالیت بندېدو لامل د ژورنالېزم له اصولو سرغړونه او ملي ګټو ته نا ژمنتوب ګڼل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist