Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراهي: د اسلامي امارت قوانین پر ټولو کسانو یو شان پلي کېږي

فراهي: د اسلامي امارت قوانین پر ټولو کسانو یو شان پلي کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/09

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي، د رسنيو استازي او مبصرين په دې موخه راټول شوي چې د اسلامي امارت د رهبر هغه فرمان په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې د ناسمو دودونو او انساني قاچاق په اړه يې ورکړی.

په دې فرمان کې پر انساني قاچاق سربېره، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو ورکړه، له میراث حق څخه د ښځو محرومول او په ودونو، حج او نورو مناسبتي مراسمو کې زيات لګښتونه منع شوي.

اوس چارواکي له رسنيو او مبصرينو غواړي چې د دې فرمان په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په تطبيق کې يې ورسره همکار پاتې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حيات‌الله مهاجر فراهي  وايي: « دغه قوانین او اصلاحات د ټولو لپاره دي، حکومتي مسوولین او ولس دواړه په کې شامل دي. تر هر څه وړاندې باید هغه کسان چې د دولت په اډانه کې کار کوي، له وزیر نیولې تر ولسواله باید هڅه وکړي چې هم خپله له دغو کارونو ډډه وکړي او هم نور کسانو وهڅوي.»  

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معینیت سلاکار عبدالحق حماد وايي: « یو ځای ویل شوي چې که څوک له دې قوانینو سرغړونه کوي، باید ونیول شوي او مربوطه عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وسپارل شي، هغوی ته امر شوی چې دوی ته حتمي سزا ورکړي. ستاسو په لاس کې قانون دی او د دې قانون په اړه عامه پوهاوي زموږ او ستاسو مسوولیت دی.»

د چارو مبصرين ځينې ناسم دودونه د بېروزګارۍ او ټيټ اقتصاد له امله رامنځته شوي ګڼي او له همدې کبله له حکومت غواړي چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو سره د يادو ناسمو دودونو مخنيوی اسان کړي.

دوی دا غوښتنه کوي چې د دې فرمان په شمول دې ټول قوانين پر چارواکو او خلکو يو ډول تطبيق شي.

د سیاسي چارو شنونکی ګل اغا حسني وايي: « زموږ دولت داسې شرایط نه برابروي یا یې نه شي برابرولی چې ځوانانو ته د تعلیم او کار برابره کړي او له هېواده د وتلو مخنیوی یې وکړي.»

د چارو شنوونکی امان‌الله هوتکي وايي: « زموږ، مبصرینو او د رسنیو ته اوس یو سوټی په لاس راغی او اوس کولی شو د دې قانون په یادولو سره خپله خبره وکړو. زما وړاندیز دا دی چې حکومتونه هر وخت قوانین پر غریب پلي کوي؛ زما وړاندیز دا دی چې دا قوانین باید بې طرفه وي.»

په دې فرمان کې د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو لوی ریاست او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هغو قاچاقبرانو پر نيولو مکلف شوي چې له هېواد څخه ځوانان په ناقانونه لارو هېوادونو ته د تګ لپاره هڅوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist