Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فراهي: اوسنی حکومت ټولشموله نه ، خو افغان شموله دی

فراهي: اوسنی حکومت ټولشموله نه ، خو افغان شموله دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/06

د اطلاعاتو او کولتور وزارت معین مهاجر فراهي تخار ولایت کې په یوې ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، دا مني چې ټولشموله حکومت نه لري، خو افغان شموله لري.

فراهي وايي، د ده له نظره ټولشموله حکومت په دې مانا دی چې هر ډول فسادین او خاینین په کې شامل وي خو هغه کسان چې د امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو لاس پوڅي دي، په حکومت کې یې نه پریږدي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، هغه کسان چې کورنۍ یې په بهر کې دي او د نورو هېوادونو تابعیت لري  د ټولشموله حکومت په نوم افغانانو ته د منلو نه دي .

دوی وايي، پخواني سیاسيون او دولتي څیرې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې ولس ته امتحان ورکړی نورې افغانانو ته د زغم وړ نه دي او په نظام کې یې نه غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی حاجی موسی وايي: « دا چې له بهره هره ورځ چغې را وهل کېږي چې ا.ا ټولشموله نه دی، هغه ټولشموله او همه شموله چې دلته یې د افغانستان په میلیاردو ډالر چور کړل، لوټ یې کړل په دبۍ، هند، قطر، امریکا او اورپا کې یې لوړې لوړې ودانۍ پرې جوړې کړې، نن ارام ژوند لري، هغه دوه تابیعته افغانان، امریکايي‌الاصله افغانان، اروپايي‌الاصله افغانان، افغانان نه دي، نه یې افغانان غواړي او نه د چا په کار دي. الحمدالله  ا.ا افغان شموله دی، افغانان په کې دي نه د پرودیو جاسوسان، د امریکایانو او اروپایانو جاسوسان. دا خلک دې نور په دې فکر کې نه وي بس دی چې ۲۰ کاله مو افغانستان چور کړ، لوټ مو کړ، دا خبره نوره مه کوئ او هېڅ افغان مو نور نه غواړي.»

ځینې نور بیا وايي، نړۍ او سیمه هڅه کوي د خپلو سیاسي اهدافو لپاره پخواني او دوی ته ژمنې څېرې  د ټولګډونه حکومت په نوم د افغانستان نظام ته داخلې کړي.

دوی وايي، غوښتنه یې داده چې افغان حکومت باید د نړۍ د دغو پلانونو مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی ولري .

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دولت هېڅ ډول مسوولیت نه د ګاونډيو هېوادونو او نه د نړیوالو مغرضو هېوادونو، نه د امریکا پر وړاندې لري، چې دوی ته وايي موږ افغاشموله حکومت یو؛ خو ټولشموله نه یو. دوی باید په دې پوه شي، چې ولې نړیوال ټولشموله حکومت غواړي،  د دې لپاره چې دوی دلته سیاسي اهداف لري او د خپلو سیاسي اهدافو لپاره یې څلور لسیزې زموږ ولس او هېواد قرباني کړ او بیا هم غواړي چې هماغه پخواني جنګي جنایت کوونکي او جنګسالارن په ټولشموله حکومت کې شامل کړي، څو د دوی سیاسي اهداف او ګټې دلته پلې کړي. ا.ا باید زموږ د پلرونو او نېکونو شمله پر ځای وساتي.»

هغه پخواني سیاسیون او چارواکي چې د  اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته بهر ته تللي له هغه ځایه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کوي، د ګاونډ او سیمې ځینې هېوادونه هم پر ټولشموله حکومت زیات ټینګار لري.

د سیاسي چارو کارپوهانو په باور دغه هېوادونه غواړي له دې لارې خپل لاس پوڅي د افغانستان حکومت کې ځای پرځای کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist